1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونو د پاکستاني طالبانو يو مشر وژلی

۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبه

سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو له پاکستان سره پر پوله د پاکستاني طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان او د هغه لس تنه جنګیالي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2Qa6U
Afghanistan - Symbolbild Soldat
انځور: Reuters/O. Sobhani

د پاکستاني طالبانو دغه قومندان رئيس خان نومید چې په اعظم خان طارق هم مشهوره وو. د پاکستان حکومت د هغه پر سر د شل میلیونه کلدارو یا شاوخوا ۱۹۰ زره ډالرو انعام ایښی وو. دغه قوماندان د تحریک طالبان پاکستان په ډله کې څلورمه شمیره کس وو.

د تحریک طالبان پاکستان یوه لوړ پوړي قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي: «زه په پکتیکا ولایت کې د اعظم طارق او لږ تر لږه لس نورو پاکستاني طالبانو وژنه تائيدوم.»

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کس د افغان ځواکونو په څه ډول عملیاتو کې وژل شوی دی خو د پاکستاني طالبانو په منځ کې یو شمیر سرچینو بیا ویلي دي چې هغه د پکتیکا ولایت په لمن سیمه کې چې د پاکستان له جنوبي وزیرستان سره پوله لري، وژل شوی دی.

طارق له ۲۰۰۹ کال څخه بیا تر ۲۰۱۳ کال پورې د تحریک طالبان پاکستان د ویاند په توګه کار وکړ او د دغي ډلې پخواني مشر حکیم الله محسود ته نزدې بلل کیدی. پخپله محسود هم په ۲۰۱۳م کال کې د امریکايي ځواکونو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان حکومت د تحریک طالبانو پاکستان د مشرانو پر سر د پنځه میلیونه ډالرو انعام کښېښود. طارق د دغه نوملړ په سر کې وو، ځکه په نوملړ کې تر هغه مخکې درې نور پاکستاني طالب مشران وژل شوي دي.

طارق تر وژل کیدو مخکې د پاکستاني طالبانو په منځ کې محسود ته د وفاداري ډلې ویاند وو. اسلام آباد له کابل څخه غواړي چې په افغانستان کې مېشت د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله، اسلام آباد ته وسپاري.

کابل او اسلام آباد یو پر بل باندې د یاغیانو د ملاتړ تورونه لګوي. دواړه هیوادونه بیا دغه تورونه په کلکه ردوي.

نور مطالب

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب