افغان ځواکونو د طالبانو له زندانونو څخه ۱۰۱ بندیان آزاد کړي
۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبهافغان چارواکو ویلي دي چې دغه عملیات د یکشنبې په شپه د هلمند ولایت په مارجه، نوزاد او نهر سراج ولسوالیو کې د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي. ټول آزاد شوي بندیان د هلمند ولایت مرکز، لشکرګاه ته لیږدول شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش، وویل: «آزاد شوي بندیان لا تر اوسه پورې پیژندل شوي نه دي.»
خو دغه افغان چارواکي په عین حال کې روښانه کړې ده چې د آزاد شویو بندیانو په ډله کې افغان امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي.
رادمنش زیاته کړه: «طالبانو ته په دغو عملیاتو کې سخت تلفات واوښتل خو اوس یې موږ په دقیق شمیر نه پوهیږو.»
د دفاع وزارت په خبره اوس هم له طالبانو سره نور بندیان شته. رادمنش په دې اړه وویل: «زموږ هڅه تل دا وي چې د طالبانو د پټو زندانونو په اړه د معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته، ژر تر ژره ټول بندیان آزاد کړو.»
تر دې مخکې د روان کال په مې میاشت کې هم افغان امنیتي ځواکونو د هلمند له نوزاد ولسوالۍ څخه ۶۰ تنه بندیان آزاد کړي وو. هلمند د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې په ډیرو سیمې کې یې طالبان حضور لري.