افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه۳۰ ملکيان آزاد کړي
۱۳۹۶ بهمن ۳۰, دوشنبهد لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک، د آلمان خبري آژانس (دي پی ای) ته ويلي دي چې ځانگړو ځواکونو د شنبې په ورځ د دغه ولايت په الينگار ولسوالۍ کې د دوه ورځنيو علمياتو پر وخت د طالبانو يو زندان نيولی دی. ځواک وويل چې د عملياتو په ترڅ کې آزاد شوي ملکيان دي چې وسله والو له افغان حکومت سره د همکارۍ په تور نيولي ول او تر يوه کال زياتې مودې راهيسې بندیان ول.
ده وويل چې د عملياتو پر وخت درې وسله وال وژل شوي. همدا راز ويل شوي دي چې ځانگړو ځواکونو د عملياتو پر وخت وسلې هم نيولي دي.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد بيا دغه رپوټونه رد کړي دي او ويلي یې دي چې دوی په سیمه کې هيڅ دا ډول زندان نه درلود او افغان ځواکونو یې تر سخت مقاومت وروسته پر شا کړي دي.
ويل کيږي چې وسله وال هغه کسان په خپلو زندانونو کې ساتي چې له حکومت سره د همکارۍ تور ورباندي وي.
د تير کال د جولای مياشتي پر۱۷نيټه هم په هلمند ولايت کې د طالبانو له يوه زندانه ۲۷ ملکيان آزاد شول.
dpa (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: