1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغان ځواکونو ته خطر له ننه څخه متوجه دئ"

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزرات یوه چارواکي ویلي دي چې افغانستان باید په امنیتي کړیو کې د دښمن د نفوذ مخنیوی وکړي. که نه نو دغه ډول خونړي بریدونه له ناټو سره اړیکي تر پوښتني لاندي راوستلای شي.

https://p.dw.com/p/14Bzn

د تیري شنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دننه کې دوه تنه امریکایي مشاورین په خپله کاري کوټه کې د یو نامعلو تن له خوا ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت په هغو دولتي ودانیو کي شمېرل کیږي چې ډیر سخت امنیتي تدابیر پکښې په پام کې نیول شوي دي.

دغه کار ته د غبرگون ښودلو په توگه په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جان الین د افغانستان له ټولو ملکي ادارو څخه خپل مشاورین په مؤقتي توگه را وایستل.

د افغانستان د دفاع وزارت دغه چارواکي چې د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې له رویټرز خبري آژانس سره خبري کړي دي، ویلي دي چې دوی باید د نفوذ د مخنیوي په برخه کې ډیري هڅي وکړي.

د هغه په وینا دا د دوی له پاره یو چيلنج دئ. هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دا ډیره جدي موضوع ده.

افغان امنیتي چارواکي په دې باور دي چې د کورنیو چارو په وزارت کې دوه تنه امریکایي سلاکاران، د کورنیو چارو د وزارت د یو استخباراتي مامور عبدالصبور له خوا وژل شوي دي.

دغه کار د ناټو ځواکونو جنگي ستراتیژي چې په ملکي برخه کې د مشاورت په ستراتیژي اوړي تر پوښتني لاندي راوستې ده. په دې کې تر ټولو مهم د ناټو له لوري د افغان ځواکونو روزنه ده چې تر ۲۰۱۴کال وروسته به د ټول هیواد په کچه د امنیت مسئولیت پرغاړه ولري.

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «که چیري موږ د نفوذ له مخنیوي سره مبارزه ونه کړو، دا به پر افغانستان اغیز ولري. موږ به د ناټو او نړیوالي ټولني په وړاندي خپل اعتبار له لاسه ورکړو.»

د پینتاگون په وینا د ۲۰۰۷کال د می له میاشتي څخه د ۲۰۱۲کال د جنورۍ تر میاشتې پوري د ناټو ۷۲ تنه سرتیري وژل شوي دي. چې له هغي ډلي څخه ۴۲ تنه ئې د داخلي برید کوونکو له خوا وژل شوي دي.

تیره میاشت د څلورو فرانسوي سرتیرو تر وژل کیدلو وروسته د فرانسې ولسمشر په افغانستان کې د روزني او مرستو د ټولو پروگرامونو د ځنډولو اعلان کړی وو او ویلې ئې ول چې د ۲۰۱۳کال تر پایه به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي.

د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو په وینا د اردو او پولیسو سرتیرو لوی شمیر چې ۲۵۰ زرو تنو ته رسیږي، دا کار گران کړی دئ چې په امنیتي ځواکونو کې د دښمن د نفوذ مخنیوی وکړي.

د دفاع وزارت نوموړي چارواکي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې استخبارات باید په دې برخه کې ډیر کار وکړي او خلک تر څارني لاندي ونیسي.

خو په افغان ځواکونو کې د طالبانو نفوذ ښایي د امریکا او ناټو ځواکونو له پاره تر ټولو د اندیښنې وړ خبره وي:

«هغه که طالبان وي او که یو څوک چې په عصبي ناروغي اخته وي. موږ باید په هر قیمت د دې مخه ونیسو.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل