«افغان پوځ له طالبانو سره جگړې ته تياری نيسي»
۱۳۹۴ بهمن ۵, دوشنبهپه افغانستان کي د امريکا متحدو ايالاتو او ناتو ځواکونو د عمومي چارو مسئول جنرال ويلسن شوفنر، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د نورۍ ۲۵مه) ويلي دي چي په هلمند کي د افغان پوځ د لوی قوماندانو بدلون پيل سوی څو پر ځای ئې کاري خلک وگومارل سي.
هغه اسوشېتد پرس خبري آژنس ته ويلي دي چي د هلمند ولايت په ۲۱۵ ميوند قول اردو کي د دغه بدلون دليل، بې کافايتۍ او فساد دئ.
شوفنر ويلي دي چي له ټولۍ مشره نيولې تر غونډ مشره او بيا تر عمومي قوماندانه پوري پوځيان بدل سوي او پر ځای ئې نور پوځيان ټاکل سوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت دغه بدلونونه تائيد کړي دي.
هلمند په دې وروستيو مياشتو کي په افغانستان کي د جگړې په ډگر بدل سوی دئ. د دغه ولايت په نژدې ۱۰ ولسواليو کي جگړه روانه ده.
دوې مياشتي دمخه حتي د دغه ولايت مرکز لښکرگاه ښار ته نژدې سخته جگړه روانه وه.
په هلمند کي جگړې يووار بيا بريتانوي او امريکايي ځواکونه دې ته مجبوره کړل چي دغه ولايت ته ورسي او هلته د افغان امنيتي ځواک هوايي ملاتړ وکړي.