1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان وکيلانو د نړيوالي ټولني څخه مرسته غوښتې

۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبه

ملګرو ملتونو د افغانستان د پارلمان څخه غوښتي چي داسي کوم کار ونه کړي چي په هيواد کي د نا آرامۍ لامل سي. د ټاکنو کمېسيون د ځانګړي محکمې هغه پريکړه رد کړې چي د پارلمان يو شمېر استازي دي خپلي چوکۍ پريږدي.

https://p.dw.com/p/11kBb
Afghanistan Parlament, Wolossi Jerga
انځور: DW

د ټاکنو محکمي چي د ولسمشر کرزي په امر جوړه سوې او دنده يي په پارلماني ټاکنو کي د درغليو څيړل دي، د پنج شنبې په ورځ خپله پريکړه اعلان کړه.

د دغي محکمي د پريکړي پر اساس بايد د افغانستان د پارلمان 62 غړي د ملت کور ځکه پريږدي چي د ځانګړي محکمې په حواله دغو استازو د درغليو په پايلي کي پارلمان ته لاره پيدا کړې.

د ځانګړي محکمې دغه پريکړه د افغان چارواکو او د ټاکنو نړيوالو کتونکو لخوا غندل سوې. دغو کسانو ويلي چي د ځانګړي مکمې پريکړه د افغانستان اساسي قانون سره سمون نه لري.

افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ستفن دیمستورا، ويلي چي د افغانستان د ټاکنو په اړه جنجال بايد د دغه هيواد د اساسي قانون له مخه حل سي.

« د افغانستان پارلمان بايد مسولانه برخورد وکړي ترڅو خپل د اساسي قانون سره سمي، غوښتني ترسره کړي. پارلمان بايد داسي کار و نه کړي، چي په هيواد کي د ناآرامي سبب سي.»

حامد کرزي د ټاکنو ځانګړي محکمه وروسته له هغه جوړه کړې، چي د افغانستان په وروستيو پارلماني ټاکنو کي د لويو درغليو د شتون په اړه خبري پورته سوي.

ځيني کارپوهان وايي، چي کرزي ځانګړي محکمه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو له پاره جوړه کړي ده. دا په داسي حال ده چي د ځينو کارپوهانو په حواله په وروستيو پارلماني ټاکنو کي، د کرزي ډيرو مخالفينو پارلمان ته لاره پيدا کړې.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ستفن ديمستورا، په داسي حال کي په يوي اعلاميي کي د افغانستان د پارلمان څخه غوښتي چي خپل قانوني غوښتني د سمو لارو څخه وکړي، چی د افغانستان د پارلمان وکيلانو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي، بان کي مون، څخه د يو ليک په ترڅ کي غوښتي چي د ځانګړي محکمې په وړاندي له دوی سره مرسته وکړي.

په دغه ليک کي پر کرزي هم تور لګول سوی چي د افغانستان قوانين د خپل ځان په نفع اسعتمالوي او دا چي د ټاکنو پر سازمانونو کنترول لري.

په ليک کي د نړيوالي ټولني څخه هم غوښتل سوي چي د افغانستان خلکو سره مرسته وکړي ترڅو د ديموکراسي او د قانون حاکميت څخه ساتنه وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم د ځانګړي محکې لخوا اعلان سوي پايلي رد کړي او ويلي يي دي چي د ټاکنو د ورستيو پايلي بدلول په خاصه توګه وروسته له هغي چي پارلمان هم افتتاح سي د هيڅ يو سازمان په واک کي نه دي.

دغه کمېسيون په يوه خبر پاڼه کي ويلي چي دغه کار د افغانستان د قانونو د تر پښو لاندي کولو په مانا دی.

وروسته له هغي چي ځانګړي محکمې خپله پريکړه اعلان کړه، د افغانستان پارلمان د ستري محکمې پنځو لوړپوړي چارواکو ته د عدم اعتماد رايي ورکړې. خو دا لا په ډاګه نه ده چي ايا دغه پنځه کسان به خپلي دندي پريږدي او که نه.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل