افغان نجوني خپلي ستونزي په رپ سندرو وړاندي کوي
د هغو افغان نجونو شمېر ورځ تر بلي ډېريږي چي د خپلي ټولني ستونزي په رپ سندرو کي بيانوي. په دې انځوريز راپور کي به د «کابل دريمز» هنري ډلي انځورونه هم ووينئ.
سوسن فیروز
د هغو افغان نجونو شمېر ورځ تر بلي زياتيږي چي غواړي په رپ سندرو سره د خپلي ټولني ستونزي بيان کړي.
سوسن فيروز د رپ سندرو په برخه کي مشهوره افغانه نجلۍ ده. هغې په دغه سندره کي چي «ناقص العقل» نوميږي، پکښي ئې پر جنسيتي تبعيض سختي نيوکي کړي. دا په خپله سندزه کي وايي: «که ښځه ناقص العقله ده، خانمه دي باقص العقله ده، خور دي ناقص العقله ده، مور دي ناقص العقله ده.»
راميکا خبيري يوه بله افغانه پېغله ده چي رپ سندري وايي.
راميکا خبيري په خپله سندره د «افغانستان ملت» وايي: «ټوله پريشانه، ټوله ژاړي، موږ ټوله يرغمل يو، د گاونډيانو له خوا، ټولي ستونزي، موږ ئې د حيات له خيالونو ليري ساتلي يو...»
افغانه رپ سندري ويونکې راميکا خبيري.
په کابل کي افغان رپ ويونکي.
په کابل کي افغان رپ ويونکي
د پاپ موسيقۍ ويونکې آريانا سعيد
آريانا سعيد د پاپ موسيقۍ سندرغاړې ده.
د آريانا سعيد سندرو د افغانانو په زړونو کي ډېر ځای نيولی دئ.
په افغانستان کي د رپ سندرو په برخه کي سوسن فيروز ښه مطرح ده.
سوسن فيروز په ستديو کي.
آريانا دلاوري په امريکا کي مېشته افغانه سندرغاړې ده. د هغې سندري معمولاً د افغانستان په اړه دي او په دري او انگليسي ژبو ئې وايي.
د «کابل دريمز» يا کابل خوبونه ډله خپل ځان د راک موسيقۍ په برخه کي د افغانستان لومړۍ گرو گڼي. صديق احمد، سليمان قرديش او مجتبی حبيبي د دغي ډلي غړي دي.
که څه هم د راک موسيقې د دغي ډلي (د کابل خوبونه) د جوړيدو ډېر وخت نه کيږي، خو بيا ئې هم په خلکو کي د پام وړ ځای موندلی دئ.
ويل کيږي چي دغه هنري گرو په کابل کي ده، خو په ايران کي هم ډېر مينه وال لري.
د «کابل خوبونه» ډله د راک موسيقۍ ريتم چي غربي دئ ډېر ښه پيژني.