يو افغان مهاجر د کوچنيانو د جنسي آزار په تور نيول سوی
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبهد جرمني د پوليسو وياندي يانا کينت، د چهارشنبې په ورځ وويل چي دغه کس اعتراف کړی دئ چي د رواني مياشتي په سر کي ئې په کمنيتس ښار کي دوې نجوني ښکل او لمس کړي دي.
د پوليسو د وياندي په خبره دغه ۲۲ کلن افغان دغه راز په کايزرسلاوترن ښار کي د دوو نجونو او يوه هلک په جنسي آزار تورن دئ.
دغه افغان د دوشنبې په ورځ په کيمنتس ښار کي له هغه وروسته نيول سوی دئ، چي په ټوله اروپا کي ئې د نيولو لارښوونه سوې وه.
د کمينتس او کايزرسلاوترن څارنوالانو ويلي دي چي تر اوسه پوري ئې هيڅ داسي سند نه دی موندلی، څو د دغه کس قانوني اقامت دي په آلمان کي وښيي.
دغه پېښه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي په جرمني کي د يو ميليون مهاجرو د څرنگه والي په اړه اندېښنې ډيري سوي دي.
تر دې دمخه هم په جرمني کي د ښځو د جنسي آزار په اړه چي يوه بېلگه ئې د دغه هيواد په کولن ښار کي د نوي کال شپه وه، بحثونه راپورته کړي ول.
تر دغي پيښي وروسته حتي د ځينو ښارونو حوضونو ته د نارينه مهاجرو ورتگ منع سو، چي وروسته بيا بيرته آزاد سو.
د جرمني حکومت اوس په دغه هيواد کي د جنسي کړه وړه د زده کړي له پاره په بېلابېلو ژبو حتی يو ويب سايت پرانيستی دئ.