1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ملا د ۶ کلنې نجلۍ سره د واده په تور نيول شوی

آژآنسونه / ن.۱۳۹۵ مرداد ۹, شنبه

يو افغان ملا په دې تور ونيول شو چې له يوې شپږ کلنې نجلۍ سره يې نکاح کړې ده. دغه تقريبا ۶۰ کلن سړی د افغانستان له مرکزي ولايت غور څخه راځي.

https://p.dw.com/p/1JYt6
يادونه: دغه يو آرشيف او زوړ عکس دی چي د دغه قضيې سره تړاو نه لري
يادونه: دغه يو آرشيف او زوړ عکس دی چي د دغه قضيې سره تړاو نه لريانځور: picture-alliance/dpa

هغه سپين ږيري ملا چې له يوې شپږ کلنې نجلۍ سره يې واده کړی دی، تر نيول کېدو وروسته چارواکو ته ويلي دي چې نجلۍ ورته د هغې د مور او پلار له خوا د «ديني نذرانې» په توګه ورکړل شوې ده. خو نوموړې مور او پلار دغه خبره په کلکه ردوي.

هغوی ويلي دي چې لور يې په هرات کې برمته شوې ده. نجلۍ خپله د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په تکرار سره يوازې يوه جمله ادا کوله: «زه له دغه سړي څخه وېرېږم.» دغه خبره معصوم انوري کړې ده چې په غور کې د ښځو د چارو رئيس دی.

نوموړې شپږ کلنه نجلۍ اوس په غور کې د ښځو د امان يوه کور ته انتقال شوې ده. مور او پلار يې د هغې د ليدلو له پاره په لاره شوي دي. د غور د والي وياند، عبدالحی خطيبي، وايي چې «تورن سړی په زاندن کې دی او پلټنې لا دوام لري.»

څو ورځې مخکې يوه بله نجلۍ د اور د لمبو ښکار شوه

دغه پېښه يو څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې يوه ۱۴ کلنه حامله نجلۍ په دغه ولايت کې په سوځولو ووژل شوه. د نجلۍ کورنۍ ويلي دي چې د مېړه کورنۍ هغه تر شکنجې لاندې نيولې او سوځولې ده. خو د زلمي مېړه کورنۍ غبرګوي چې هغې خپله ځان ته اور اچولی دی.

دغه پېښې په افغانستان کې د ماشومانو د ودولو په مواردو کې د زياتوالي راتللو تصديق ګڼل کيږي. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې، سيما سمر، خبريالانو ته په روانه مياشت کې ويلي ول: «د بې امنۍ او بې وزلۍ له کبله په ځينو سيمو کې کورنۍ خپلې ډېرې وړې نجونې ودوي څو ځانونه ورڅخه خلاص کړي.»

د افغانستان مدني قوانين نجونو ته د ۱۶ کلنۍ مخکې د واده اجازه نه ورکوي. خو د ماشومانو د ژغورنې «سېف دې چيلدرن» ټولنې د معلوماتو له مخې د هغو ښځو چې د ۵۰ کلونو څخه کم عمر لري، ۱۵ سلنه يې له ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ټول ټال ۵۰ سلنه ښځې په افغانستان کې د ۱۸ کلنۍ مخکې وديږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(10.06.2015):