1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ماشومان دي له کارونو خوندي سي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۲۴, پنجشنبه

د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ له افغان حکومت او نړیوالي ټولني څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د ماشومانو د کار پر ضد باید لاس په کار شي.

https://p.dw.com/p/1JOic
انځور: DW/O. Didar

د چهارشنبې په شپه د دغه سازمان له لوري په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د پنځو او ۱۴ کلونو تر منځ ټولو افغان ماشومانو لږ تر لږه څلورمه برخه کار کوي، د ځینو نورو معلوماتو له مخې دغه شمیر د ټولو ماشومانو ۵۲ سلنه دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې د هغوی کار غیر صحي او خطرناک دی، د بیلگې په توگه د خښتو په بټیو او یا هم کانونو کې کار کول. زیاته شوې ده چې د کارگرو ماشومانو یوازې نیمایي یې ښوونځي ته ځي.

په دومره ډیر شمیر کې د ماشومانو د کار کولو علت په هیواد کې دوامداره فقر ښوول شوی دی. رپوټ زیاتوي چې په هیواد کې نا امني د دغه شمیر د لا زیاتیدو سبب گرځي.

د هیومن رایټس واچ د رپوټ له مخې که څه هم افغانستان د ماشومانو د کار پر ضد نړیوال تړون تصویب کړی دی خو هغه نه تطبیقیږي. همداشان ویل شوي دي چې اړونده حکومتي ادارې د پیسو او مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخ دي.

په رپوټ کې د ملگرو ملتونو له قوله ویل شوي دي چې نړیوال بسپنه ورکوونکي او هم حکومت د ماشومانو د خوندیتوب له پاره «لږ بودجه» ځانگړې کړې ده. هیومن رایټس واچ د دغه سکتور له پاره د لا ډیرو پیسو او د معیارونو د ودې او قوانینو د نافذولو له پاره د افغان حکومت د ملاتړ غوښتنه کړې ده.