1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له پنځو، څلور لوبې گټلې دي

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

د پاکستان په شل اوریزه اتلولیو کې د افغانستان د ځوانانو کرکیټ لوبډلې خپله پنځمه لوبه د دوشنبې په ماښام د «لاهور نیشنل جیم خانې» لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه. افغانستان دغه لوبه په ۳۴ منډو وګټله. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/153qV
انځور: ACB

دغه لوبه چې د افغانستان په وخت د ماخستن په نهو بجو د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شوه د «جیو سوپر» تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریده.

د لوبې پچه (ټاس) د افغانستان د ځوانانو لوبډلې کپتان خالیق داد نوري، وګټله او پخپله ئې د منډو د جوړولو پریکړه وکړه. د افغانستان د ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳۴ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

افغان ځوانانو په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۷ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته ئې د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه،. که څه هم د «لاهور نیشنل جیم خانې» لوبډلې له پاره د ۱۳۸ منډو تر لاسه کول اسانه بریښیدل خو دوۍ د افغان زمریانو د سختو ګزارونو په اړه فکر نه وه کړای.

د جیو تلویزیون ویاندویانو پخپلو خبرو کې دا یو اسانه او کم هدف وباله او ویویل چې افغان ځوانانو ته په کار وه چې تر ۱۵۰ مونډو ئې لوړ هدف ټاکلی وی.

د افغانستان له لوري په منډه جوړولو (بیټینگ) کې شهزاد محمدي ښه وځلید او ۵۱ منډې ئې جوړې کړې. همدا راز عمران جنت ۲۳ منډې، اصغر ستانکزي ۱۲ منډې، افسرخان ۱۲ منډې، ګلبدین نایب ۱۲ منډې، سمیع الله شینواری ۱۷ منډي، امیر منګل ۲ منډې او عبدالقادر یوه منډه جوړه کړه .

کله چې «د لاهور نیشنل جیم خانې» لوبډلې په منډه جوړولو پیل وکړ هغوی د کراچې په میدان کې د زرهاوو لیدونکو له خوا تشویقیدل .

د «لاهور نیشنل جیم خانې لوبډلې» په ۱۹.۳ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۴ منډې جوړې کړې او و نه توانیدل چې د افغانستان د ځوانانو لوبډلې له لوري ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي .

د افغانستان له لوري عبدالقادر په څلورو اورونو کې د خپلې سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول او یواځې ۹ منډې یې ورکړې. همدا راز سمیع الله شینواري او عبدالله مزاری په خپل وار سره «د لاهور نیشنل جیم خانې» دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. د دغې لوبې غوره لوبغاړی عبدالقادر ونومول شو.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د چهارشنبې په ورځ «د فیصل آباد سي سي» لوبډلې پر وړاندې په منځلوبې «کواټر فاینل» کې د لوبې ډګر ته ووځي.

د پاکستان شل اوریزو اتلولیو سیالۍ د ۲۰۱۲ کال د مې د میاشتې په ۲۱ نیټه، د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شوي دي په دغو سیالیو کې ۴۰ لوبډلې برخه لري چې ۱۶ لوبډلې د کراچۍ، ۱۷ لوبډلې د پاکستان د بیلابیلو ښارونو او پاتې اوه لوبډلې چې یوه یې هم افغانستان دی له بهر څخه وربلل شوې دي.

افغانستان د دغو سیالیو په لړ کې پنځه لوبې تر سره کړي دي چې څلور ئې ګټلي او یواځې یوه لوبه ئې بایللې ده.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د ملتان، دوهمه لوبه له یونایټید سپورټس، دریمه لوبه چې پکښې ئې ماته وخوړه د کویټه مارکرزی، څلورمه لوبه د لانډي فرینډزی او پنځمه لوبه د لاهور نیشنل جیم خانې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې ده.

دا دوهم ځل دئ چې پاکستان د شل اوریزو اتلولیو په نوم سیالۍ ترسره کوي او د دوهم ځل له پاره د افغانستان یوې لوبدلې ته پکښې د ګډون بلنه ورکوي.

د افغانستان کرکیټ بورد اجرائیوي رئیس ډاکټر حامد شینواری، وایي چې د افغانستان له لوري په دغو لوبو کې یوې پیاوړې لوبډلې ګډون کړی دئ چې ښه بیلګه ئې د پرله پسې لوبو ګټل دي:

«دا چې افغانستان په راتلونکې کې ډیرې مهمې نړیوالې لوبې په مخکې لري نو د پاکستان شل اوریزو اتلولیو ته د ملي لوبډلې او  نولس کلنې ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي هم ورغلي دي. دا زموږ د لوبغاړو له پاره یو ښه تمرین دئ. د تمرین ترڅنګ موږ هیله لرو چې د دغو سیالیو اتلولۍ هم ترلاسه کړو.»

افغان ځوانانو نه یواځې دا چې د دغو لوبو په لړ کې خپلې لوبډلې ته بریاوې ور په برخه کړي دي بلکې هر یوه په خپل وار سره جادویي لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي چې د پاکستاني لیدونکو ترڅنګ د کرکیټ چارواکي هم ورته ګوته په غاښ دي.

نصرت الله وفا
کتونکی: مسعود جهش