1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان «فاطمیون» ته ایراني تابعیت ورکول کیږي؟

۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

ایران کې د «شهید بنسټ» رئیس ویلي چې تیر کال د«حرم د مدافعینو» تر ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې کورنۍ یې د دغه بنسټ تر پوښښ لاندې دي. هغه ویلي چې خامنه اي په ځانګړي توګه «فاطمیون لښکر» ته د ایراني تابعیت پر ورکړې موافقه کړې.

https://p.dw.com/p/2Z7d0
Iran Afghanische Flüchtlinge
انځور: ISNA

د ایران د «شهید و امور ایثار گران» یا « شهید اوسرښندونکو چارو» نومې بنسټ رئیس محمد علي شهیدي محلاتي، د «جوان» ورځپانې سره په یوه مرکه کې په سوریه کې د هغو شیعه ډلو د وژل شوو کسانو په هکله نوي ارقام خپاره کړي دي چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دي. دغه مرکه د کب د میاشتې په ۲۲ چې  د مارچ له ۱۲ سره سمون لري خپره شوې ده.

د شهید بنسټ رئیس د یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۱۲) د سپاه پاسداران اړوندې ورځپاڼې جوان، ته وویل چې په سوریه کې د «مدافعین حرم» په نوم د وژل شویو کسانو شمیر تر ۲۰۰۰ لوړ دی. هغه زیاته کړه چې د هر «شهید» د کورنۍ پنځه تنه غړي د شهید بنسټ تر پوښښ لاندې نیول کیږي. په دې توګه نو تیر کال ۱۰۰۰۰ تنه د دغه بنسټ تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.

د شهید بنسټ د رئیس د وینا له مخې آیت الله خامنه اي، موافقه کړې ده چې د «حرم مدافعینو»، په ځانګړي توګه د «فاطمیون» لښکر غړو ته دې د ایران تابعیت ورکړل شي. محلاتي ټینگار وکړ چې هغه خامنه اي ته وویل: «ښاغلی! دوی له دې تابیعت سره سبا کولای شي چې ولسشمر شي او یا د پارلمان استازي وگرځي.» 

خامنه اي هغه ته بیرته په ځواب کې ویلي دي: «تاسې د مسالې دې اړخ ته پام وکړئ که سبا دوی افغانستان ته لاړ شي او طالبان پرې خبر شي چې دوی د سوریې جګړې ته تللي دي، ټول به عام قتل  کړي! د دغو کورنیو حفاظت زموږ پر غاړه دی، په همدی وجه د هغوی له پاره د تابیعت بندوبست وکړئ او حتماً یې د شهید د بنسټ تر پوښښ لاندې ونیسئ.»

د شیعه ګانو تر ټولو لویه ډله د «فاطمیون لښکر»

د فاطمیون لښکر د «سپاه قدس» یو نیمه پوځي ځواک دی چې د افغانستان له شیعه مسلمانانو څخه جوړ شوی دی. د دغې ډلې ډیری غړي په ایران کې میشت افغان شیعه گان دي. د دغو ځواکونو عمده برخه په ایران کې د اقامې، اسنادو او میاشتنۍ حقوقو یا معاش ترلاسه کولو له پاره په «سپاه قدس» کې جذب شوي دي.

دغې ډلې د لومړي ځل له پاره په ۱۳۹۰هجري شمسې کال کې د خپل موجودیت اعلان وکړ. دغه ملیشه ډله وروسته تر دې چې شپږ کاله یې په جګړه کې ګډون وکړ او د غړو شمیر یې هم ډیر شو اوس زیاتره وخت د«لشکر فاطمیون» په نوم پيژندل کیږي. د دغې ډلې بنسټ ایښودونکی علي رضا توسلي، وو چې پر ابو حامد مشهور او په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې ووژل شو. 

په سوریه کې نورې هغه ډلې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دي

د فاطمیون لشکر سربیره د «زینبیون» په نوم یوه بله ملیشه ډله هم د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده. دغه ډله د پاکستاني شیعه او افغان هزاره شیعه مسلمانانو څخه متشکله ده چې په پاکستان کې یې د جنګي بې ځایه شوو یا مهاجرو په توگه ژوند کاوه. دغه ډله هم د سپاه پاسداران په وسیله رامنځته شوې، زده کړې ورکړل شوي او د سوریې په کورنۍ جګړه کې حضور لري.

د دغې ډلې وژل شوي کسان په ایران کې خاورو ته سپارل کیږي او د کورنۍ غړي یې هم د شهید بنسټ د ملاتړ او پوښښ لاندې نیول کیږي. ایراني چارواکو او رسنیو د دغې ډلې د غړو د وژل شویو کسانو په اړه دقیقې شمیرې نه دي خپره کړي. 

 په سوریه کې د ایران حضور له حرم څخه د دفاع په پلمه

د ایران په  اسلامي جمهوري کې د « حرم مدافعین» هغو کسانو ته اطلاق کیږي چې په سوریه کې د  بشار الاسد د رژیم د بقا له پاره جنگیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې د سوریی د جگړې په جبهو کې د ایرانیانو له  شتون څخه انکار کاوه او هغه  یې په وار وار سره رد کړي دي. خو په دغې جگړې کې د ایرانیانو د وژل کیدو د شمیر له زیاتیدو سره، اوس ادعا کیږي چې د پوځ ځواکونه هلته یواځي د مشاورینو په توگه دندې تر سره کوي او د بشارالاسد د رژیم په بلنه د «حرم څخه د دفاع» له پاره سوریې کې جنگیږي. له حرم څخه د هغوی مقصد د «رقیه او زینب» زیارتونه دي. 

په سوريه کې ایراني ځواکونه عموما د «قدس سپاه پاسدرانو» څخه عبارت دي.  دغه ډله په حقیقت کې د  پاسدارانو د سپاه د ایران د خاورې څخه بهر څانگه ده.  د ایران په سیاسي ادبیاتو او د دې هیواد په کورني رسنیو کې سوریې ته د ایران استول شوي ځواکونه د  «حرم مدافعانو» په نامه یادیږي.  خو شواهد ښيي چې دغه ځواکونه د سوریې د جگړې په جبهاتو کې حضور لري چې د هغو په جمله کې د حلب او درعا په جگړو کې ځیني وژل شوي دي. 

د لبنان حزب الله او دسورې حزب الله  

د افغان او پاکستاني شیعه ډلو سربیره د لبنان حزب الله او د «سوریې حزب الله» ډلې هم  د ایران د سپاه قدس تر مستقیم ملاتړ لاندې قرار لري.
د ایران د «سپاه قدس» تر قوماندې لاندې شیعه ډلې چې د سوریی د جگړې په جبهو کې جنگیږي، په «عام قتل» تورنې شوې دي او هغوی ته د «شیعه داعش» نوم ورکړل شوی دی.  د سیمي هیوادونه لکه، سعودي عربستان او ترکیه پر ایران باندی تور لگوي چې د دغو ډلو له جوړولو سره په سیمه کې د «فرقه یي » تاوتریخوالي او د شیعه او سني جگړې ته لمن وهي. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم د جگړې په جبهو کې د سپاه قدس د چلندونو په هکله نیوکې کړي دي. 

Mohammad Sokhandan Iran
د حرم د مدافعینو د یوه وژل شوي کس د جنازې مراسمانځور: Mashregh


منبع: د دویچه ویله فارسي څانگه

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو یوه گالري:(03.02.2016)