1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان، عراقي او سوريايي داعشيان مستقيم تماس لري»

آژانسونه۱۳۹۵ مرداد ۷, پنجشنبه

په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو او ناټو عمومي قوماندان ویلي دي چې په افغانستان کې داعش ډله په سوریې او عراق کې د داعش له اصلي رهبرۍ سره مستقیم ارتباط لري. مخکې تر دې په افغانستان کې داعش د طالبانو ناراضي غړي بلل کیده.

https://p.dw.com/p/1JX5R
انځور: picture-alliance/dpa/M.L. Sprenkle/U.S. Army

په افغانستان کې د ناټو او امریکایې ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن د چهارشنبې په ورځ له اسوشیټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د داعش جنگیالي په سوریې او عراق کې د دغې ډلې له رهبرۍ سره مالي، مخابراتي او ستراتیژیکې اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړه: «د داعش دغه څانگه له خپل اصلي سازمان سره ارتباط لري. د دوی (جنگیالیو) د غړیتوب غوښتنلیک ورکړی او هغه منل شوی. دوی باید له هغو ازمایښتونو څخه تیر شوي وای چې په دابق(د داعش مجله) کې خپاره شوي دي.»

په دې وروستیو کې افغان ځواکونو په ننگرهار ولایت کې له پاکستان سره په پوله د داعش پر مرکزونو عملیات ترسره کړل. په دغو عملیاتو کې امریکایې ځواکونو هم د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه. دغه عملیات د افغانستان د ملي اردو د شفق په نوم عملیاتو یوه برخه ده، چې د شنبې په ورځ څو ساعته وروسته تر هغې پيل شو چې داعش په کابل کې د یوه لاریون پر مهال د ۸۰ تنو د وژل کیدو پړه پر غاړې واخیسته.

په دغه برید کې تر ۲۰۰ ډیر انسانان ټپیان شوي ول. دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم له پیل څخه وروسته په کابل کې تر ټولو خونړۍ برید وو. همدارنگه دا په پلازمېنه کابل کې لومړنې برید دی چې د داعش ډله یې مسئولیت په غاړه اخلي.

مخکې تر دې افغان او امریکایې چارواکو ویل چې په افغانستان کې د داعش پورې منسوب جنگیالي د طالبانو پخواني ناراضي غړي دي. په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو ویاند جنرال چارلز کلیولند، وویل چې په افغانستان کې د داعش د ځواکونو شمیر د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ تر منځ دی.

د داعش د موجودیت سیمي

نیکلسن وویل چې مخکې تر دې د داعش جنگیالیو له ۹ څخه تر ۱۰ ولسوالیو کې حضور درلود، خو تر دغو عملیاتو وروسته دریو ولسوالیو ته را ټيټ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې اوس دوی د ننگرهار له کوټ درې څخه د جنوب پر لور راگرځي او کله چې سیمه د داعش له موجودیت څخه پاکه شي، ملکي ځواکونه لکه سیمه ییز پولیس په هغه ځای کې ځای پر ځای کیږي، تر څو د داعش ډلې د دویم واري راگرځیدو مخه نیول شوی وي.

دغه ډله په افغانستان کې د داعش څانگه د «په خراسان کې د اسلامي خلافت» په نوم یادوي چې دا یوې تاریخي سیمې ته اشاره ده چې د اوسني افغانستان ډیرې برخې په بر کې نیسي.

نیکسن زیاته کړه: په افغانستان کې د داعش «ډیر شمیر یا اکثریت جنگیالي» د پاکستان د قبايلي سیمې اورکزۍ اجنسي څخه د پاکستاني طالبانو تحریک پخواني غړي دي.
د پاکستان سره سرحدي سيمي

نوموړي دې خبرې ته اشاره وکړه چې امریکایې ځواکونو یوه میاشت مخکې د پاکستان تحریک طالبانو قوماندان خلیفه عمر منصور وواژه چې ظاهره په ۲۰۱۴ کال کې د پیښور پر ښوونځي د برید پلانونکی یا طراح وو. په دغه برید کې ۱۵۰ تنه وژل شوي ول چې اکثره یې ماشومان ؤ.

پر پاکستان د داعش جنگیالو ته د ځای ورکولو تورونو په هکله نیکلسن وویل چې د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې د دغو جنگیالیو د موجودیت موضوع یې د پاکستان لوی درستیز راحل شریف سره مطرح کړی ده.

پاکستان دغو جنگیالیو ته د پناه ورکولو تورونه رد کړي دي. نیکلسن وایې چې شریف ژمنه کړی چې داعش ته د ماتې ورکولو له پاره به امریکا متحده ایالاتو او افغانستان سره یوځای شي.

نیکلسن زیاته کړه چې اوس د پاکستان په سرحدي سیمه کې عملیات جریان لري، څو د دوی ځواکونه د دغو جنگیالیو مقابل درو ته ورسیږي. دا هغه عملیات دي چې پاکستان یې د جاري ساتلو ژمنه کړی.