1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان طالبانو خپل پسرلني عملیات پیل کړل

۱۳۹۶ اردیبهشت ۸, جمعه

طالبانو د جمعې په ورځ خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل. دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی دی چې د افغان حکومت ځواکونه به په نښه کړي. طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

https://p.dw.com/p/2c3Yr
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

طالبانو خپل پسرلني بریدونه «منصوري عملیات» نوملي. دغه نوم د طالبانو د پخواني مشر اختر محمد منصور، چې تیر کال د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، له کبله دې عملیاتو ته ورکړل شوی دی.

د طالبانو له لوري د پسرلني عملیاتو خبر د جمعې په ورځ په داسې حال کې خپریږي چې یادې ډلې تیره اوونۍ تر خپل سقوط وروسته پر افغان امنیتي ځواکونو تر ټولو مرګونی برید ترسره کړ. په دغه برید کې چې د مزارشریف ښار پر یوه پوځي مرکز ترسره شو شاوخوا ۱۰ ځانمرګو بریدګرو برخه اخیستې وه او د حکومتي شمیرو له مخې یې لږ تر لږه ۱۳۵ افغان سرتیري ووژل. دا په داسې حال کې ده چې اټکل کیږي اصلي شمیرې تر دې لوړې وي.

د دې برید له امله د افغانستان د ملي دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز استعفا ته اړ شول. یاد برید همدا راز دا وښوده، له هغه راهیسې چې په ۲۰۱۴م کال کې د د ناټو زیاتره سرتیري له افغانستان څخه ووتل، افغان ځواکونه د طالبانو په ځپلو کې ستونزې لرې.

په روانه میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیز، چې په افغانستان کې یې د یو بل سخت کال خبره کړې وه، او همدا راز د دې هیواد د ملي امنیت سلاکار مک ماستر په داسې حال کې له افغانستان څخه لیدنه وکړه چې د ترمپ نوې اداره د سیمې له پاره پر یوه نوې ستراتیژې کار کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د اټکل له مخې، په داسې حال کې چې یاغیان تر اوسه د یو ستر ولایت د مرکز په دایمي توګه نیولو بریالي شوي نه دي، افغان امنیتي ځواکونه چې په زرهاوو تلفات هم لري اوس مهال د خپلې خاورې یوازې ۶۰ سلنه اداره کوي.

د جمعې په ورځ طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې که څه هم د ملکي تلفاتو د ټیټولو ژمنه کړې، ادعا یې کړې چې دولتي ځواکونه به په نښه شي، تر فشار لاندې راوستل شي، ووژل او یا هم ونیول شي. اعلامیه همدا راز زیاتوي چې د «منصوري عملیات» به بهرني ځواکونه، د دوی پوځیان او استخباراتي بنسټ او همدا راز د دوی اجیر کارکوونکي به نښه کوي.»

د اعلامیې په حواله په دې عملیاتو کې به بریدونه، ګوریلايي جګړه، پیچلي ځانمرګي او نفوذي بریدونه او همدا راز چاودیدونکي توکي وکارول شي.

د روان کال په جنوري میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرل جان نیکولسن ویلي وو چې دوی د طالبانو د ځپلو له پاره څو زره نورو نړیوالو ځواکونو ته اړتیا لري. اوس مهال د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتیري لري.