1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زموږ له تائيد پرته به يو افغان مهاجر هم اخراج نه شي»

۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبه

په آلمان کې د افغانستان سفير وايي چې د دوې له تائيد پرته به هيڅ مهاجر افغانستان ته اخراج نه شي. شپيګل مجلې دوه ورځې مخکې ويلي ول چې آلمان به د رد شويو افغان مهاجرو د ډيپورتولو لړۍ په روانه مياشت کې په جبري اخراج پیل کړي.

https://p.dw.com/p/2TjVR
Deutschland Botschafter Afghanistan Hamid Sediq
انځور: DW

آلمانۍ مجلې شپيګل دوې ورځې مخکې په خپل یو رپوټ کې ويلي ول چې آلمان به د رد شويو افغان مهاجرو د ډيپورتولو لړۍ په روانه مياشت (ډسمبر) کې د هغو پنځوسو تنو افغانانو په جبري اخراج پیل کړي، چې د آلمان د قوانينو له مخې مجرم پيژندل شوي دي.

په آلمان کې د افغانستان سفير حميد صديق، په دې اړه له دويچه ويله سره په يوه مرکه کې په سملاسي توګه د پنځوس تنو افغان مهاجرو د ډيپورتولو خبره تائيد نه کړه خو ويې ويل چې د آلمان حکومت له خوا ورته په همدې شمير کې افغان مهاجر چې ورباندي د آلمان دولت له خوا د جرم تور دی، معرفي شوي دي.

هغه وويل چې له دغې ډلې څخه يوازې ۷ تنو یې جرمونه کړي دي، چې د سفارت له خوا مجرم منل شوي دي او پاته نور يې چې د درو ګونو محاکمو څخه يې دوسېې لا نه دې تيري شوي دوي نه دي منلي.

هغه وايي: «يو شمیر نور په مونشن کې زموږ قونسلګرۍ ته معرفي شوي دي، خو تر هغو چې د هغوی د تلو دليل او هويت نه وي ثابت شوي زموږ له خوا نه منل کيږي.»

افغان سفير وويل چې دوی يوازې په هغو صورت کې ديپورت ته برابر شوي افغانان مني، چې د ديپورتولو دلايل یې د افغانستان او اروپايي اتحاديې او په ځانکړې توګه له آلمان دولت سره د شوي هوکړه ليک له مادو سره سر ولري. د ده په خبره چې د افغان مهاجرو دوسېې په ډیر زیات دقت سره کتل کيږي.

هغه د ديپورت د شرايطو وضاحت ورکړ او وویل: «ځيني هغه افغان مهاجر چې د آلمان د قوانينو له مخې يې د پناه غوښنه د درو محکمو له خوا رد شوي وي هغه به بيرته افغانستان ته استول کيږي او بل هغه افغانان دي چې په آلمان کې د اوسيدو پر وخت د آلمان د قوانينو خلاف عمل يې کړی او  مجرم پيژندل شوي او کرمينال کارت ورکړل شوی وي، هغوی به په استثنايي توګه د مجرم په توګه بيرته افغانستان ته استول کيږي.»

بله خوا آلمان وايي چې په افغانستان کې داسې سيمې شته چې هلته امن دی او دوی به دغه شان سيمو ته افغانان بيرته استوي، خو افغان مهاجر وايي چې د افغانستان په هيڅ يوه سیمه کې هم امن نه شته او د آلمان د دا ډول څرګندونو پر وړاندې يې په وار وار د آلمان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې کړي دي.

افغان سفير دغه مسئله هم د مهاجرو او هم افغان دولت ته د يوې ستري ستونزې په توګه مني. صدیق زیاته کړه دا چې دغه مسئله ډیره پيچلې ده لا هم ورباندي خبري اتري روانې دي.

په آلمان کې د افغانستان سفير وايي چې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې نزدې۴۰۰۰ افغانانو دوي ته مراجعه کړې چې پخپله خوښه بيرته افغانستان ولاړ شي. دی وايي چې د دغو کسانو ډېر ئې تللي دي.

هغه دا هم وويل چې پخوا به بيرته تلونکو مهاجرو ته د آی او ايم سازمان لخوا د هر مشر کس پر سر شاوخوا اته سوه ډالر او کشرانو ته ۴۰۰ ډالر ورکول کيدل، خو دا چې اوس هم دا پروګرام ادامه لري که نه مالومات یې نه لرل.

نور مطالب: