1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت «وتس آپ» او «تلیګرام» بند کړي دي

۱۳۹۶ آبان ۱۲, جمعه

یوه چارواکي تایید کړې ده چې افغان حکومت د ۲۰ ورځو له پاره د «وتس آپ» او «تلیګرام» تلیفوني پروګرامونه چې د مکالماتو له پاره کارول کیږي، بند کړي دي. یوې سرچینې ویلي چې دغه کار ښايي د ملي امنیت ادارې په امر شوی وي.

https://p.dw.com/p/2myUf
Instant-Messanger für Zeitungen
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kastl

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت یوه ویاند نجیب ننګیال، ویلي دي چې دغه اقدام د «خراب کیفیت په اړه د شکایتونو» له کبله شوی دی. ننګیال زیاته کړې چې د مخابراتو وزارت په افغانستان کې د انترنتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته ویلي دي چې دغه پروګرامونه یا «اپلکیشنونه» بند کړي.

ورته مطلب: د موبايل کوم پروګرامونه مکالمات محرم ساتي؟

هغه ویلي دي: «د MTN او سلام شرکتونو لا وختي وتس آپ او تلیګرام تړلي دي، نور به هم دا کار وکړي.»

د مخابراتو وزارت پر خپله فیسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې نوي تکنالوژي به معرفي کړي چې په خدمتونو کې د اخلال مخه ونیول شي. دا په داسې حال کې ده چې د نیویارک ټايمز یوه خبریال پر تویتر ټولنیزه پاڼه لیکلي دي چې د مخابراتو په وزارت کې ځینو سرچینو تایید کړې ده چې په اصل کې د ملي امنیت ادارې د دغو پروګرامونو د تړلو امر کړی وو.

خو د ملي امنیت ویاند حمید فضلي، بیا د افغان حکومت په دې پریکړه کې د خپلې ادارې هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده.

افغان حکومت ښايي ځکه د وتس آپ او تلیګرام له تړلو سره لیوالتیا ولري چې طالب جنګیالي په مخ په ډیریدونکې توګه له هغوی څخه یو له بل سره د اړیکه ټینګولو په موخه کار اخلي. طالبانو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ولسوالیو کې خپل حضور پراخ کړی دی. یوازې په تیرو څو میاشتو کې د دې ډلې بریدونو په سلهاو افغان ملکیان او امنیتي ځواکونه وژلي دي.

زموږ له ارشیف څخه: