1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان حکومت د TAPI امنیت نیولای شي»

۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعه

د افغانستان د کانونو وزارت هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکي افغان دولت نه شي کولای چې له افغانستان څخه هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د لیږدونکي نل لیکې امنیت خوندي کړي.

https://p.dw.com/p/156A5
انځور: DW

یاده نل لیکه ۱۷۳۵ کیلومتره اوږد والی لري چې شاوخوا ۷۳۵ کیلو متره به ئې د افغانستان له لویدیځو او سویل لویدیځو ولایتونو تیر شي.
د گازو د نل لیکې دا پروژه تاپي TAPI نومول شوې ده. د دې پروژې په ترڅ کې به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د پاکستان او هندوستان بازارونو ته لاره پیدا کړي.

ټاکل شوې ده چې له یادې پروژې څخه به د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ په عملي توګه ګټه اخیستنه پیل شي، خو دا هغه کلونه دي چې وړاندوینه کیږي د افغانستان امنیت به پکښې ترینګلی وي.

خو د کانونو وزیر وحیدالله شهراني، ډاډمن دئ چې حکومت ئې په زرونو تنه د پولیس سرتیري د دغې مهمې نل لیکې د امنیت د خوندي توب له پاره ځانګړي کړي دي.

د شهراني په خبره د دې نل لیکې د ساتلو له پاره به د سیمې د خلکو په ګډون د پولیسو تر څنگ ځانګړي ټولګي رامنځ ته شي:

«له تور غونډۍ تر سپین بولدک پوري به د دغې نل لیکې امنیت د افغانانو پر غاړه وي. د کورنیو چارو وزارت سره مو په همغږۍ د دې حیاتي پروژې د خوندې ساتلو له پاره یو ځانګړی ساتندویه ټولګی رامنځ ته کړی دئ چې له لسو څخه به تر دوولسو زرو پورې پولیس سرتیري پکښې برخه ولري او دنده به ئې د نل لیکې ساتنه وي.»

د تاپي د پروژې پر سر د کار تړون په وروستیو کې د افغان، پاکستاني، ترکمن او هندي چارواکو ترمنځ لاسلیک شو. ویل کیږي چې که چیرې دغه پروژه پلي شي نو په زرونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره شي. همداراز د ګاز رسونې د شبکو په رامنځته کولو سره به عامه خلک او صنعتی پارکونه چې د دغې لیکې په شاوخوا کې پراته دي له دغې نل لیکې څخه ګټه پورته کړي. د تړون له مخې د دغې پروژې د پلې کولو کار په ۲۰۱۲ کال کې پیل او د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي چې هر څومره ژر چې وې باید دا پروژه بشپړه شي چې افغانان ترینه ګټه واخلي:

«د TAPI پروژه په اقتصادي او ټولیزو برخو کې یوه حیاتی پروژه ده چې د هیواد او سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې به مهم رول ولري. دغه پروژه به د سیمه ییزو لا غوره اړیکو د ټینګولو له پاره یو نوی پیل وي. هر څومره چې ژر له دې پروژې څخه ګټه واخلو په هماغه اندازه به مو پر ځای ګام پورته کړی وي او پکښې به ځنډ زموږ په زیان تمام شي.»

د افغانستان له خاوري هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د لیږد پر سر له کلونو راهیسې خبرې روانې وې. اسیايي پراختیايي بانک د دغې پروژې تر ټولو لوی تمویلوونکی ارګان بلل کیږي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش