1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان او پاکستاني مشرانو پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

۱۳۹۷ فروردین ۱۸, شنبه

په کابل کې د جمعې ورځې ملاقات کې د افغانستان او پاکستان حکومتي مشرانو د سیمه ایز امنیت له پاره د ګډ کار کولو ژمنه وکړه. دغه ملاقات دقیقاً یوه ورځ له هغې ترسره کیږي چې کابل پر پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو تور پورې کړ.

https://p.dw.com/p/2vdmU
Treffen Shahid Khaqan Abbasi und Ashraf Ghani
انځور: Prime Minister's Office Pakistan

افغانستان د پنجشنبې په ورځ پر پاکستان تور پورې کړ چې د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ باندې یې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې پراخ مالي زیانونه اوښتي. افغانستان پر پاکستان تور پورې کړ چې پاکستان جټ الوتکو د پاکستان پولې ته څیرمه په کنړ ولایت کې څلور بمونه غورځولي او زیاته کړې یې وه چې دغه راز بریدونه اړیکې خرابوي. پاکستان په ځواب کې ویلي چې د دوی امنیتي ځواکونو په افغانستان کې میشت د یاغیانو یوه ډله په خپله خاوره کې په نخښه کړې.

خو د جمعې ورځې له پاره له وړاندې نه پلان شوی کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سفر د عباسي د دفتر له لوري د خپرې شوې اعلامیې په حواله د یو لړ دوستانه او صمیمانه خبرو شاهد وو.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړو مشرانو د سیمې د امنیت له پاره په ګډ هدف هوکړه کړې.

Treffen Shahid Khaqan Abbasi und Ashraf Ghani
انځور: Prime Minister's Office Pakistan

په عین وخت کې له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني ویلي چې نوموړي د سرحدي سرغړونې مسئله له عباسي سره را پورته کړې او ټینګار یې کړی چې دغه راز وضعیت د دواړو لورو په ګټه نه دی.

په کابل کې له ولسمشر غني او اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په جلا کتنو کې د دواړو هیوادونو مشرانو پر طالبانو ګډ غږ کړی چې د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي او پرته له ځنډ څخه د سولې له لړۍ سره یوځای شي.

په دې کتنه د دواړو هیوادونو د نورو موضوعاتو سربیره پر دې هم ګډ ټینګار کړی چې ترهګري د دواړو هيوادونو له پاره يو ګډ دښمن او تهدید دی. مشران په دې سره سلا شوي چې د هیڅ یو هیواد ځمکه به د بل دولت پر ضد د فعالیتونو له پاره نه کارول کیږي.

د دې کتنې په ترڅ کې د ګډ اقتصادي کمیسیون د غونډي په هکله هم پریکړه وشوه ترڅو د اور ګاډو او غازو د نل لیکې او همدا راز د انرژي د لیږد په برخه کې راتلونکي پلانونه عملي کړي کوم چې پاکستان او افغانستان د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره مدغم کوي.

ولسمشر غني او لومړي وزیر عباسي همدا راز د چمن-کندهار او هرات د اورګاډي د پټلۍ او همدا راز د پیښور-کابل د لویې لارې یا موټروې او د نورو نښلوونکو پروژو پر سر هم خبرې کړي. دواړو مشرانو د ټاپي او کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ژر تر ژره عملي او پای ته رسولو په میکانیزم هم ټینګار وکړ.

Treffen Shahid Khaqan Abbasi und Ashraf Ghani
انځور: Prime Minister's Office Pakistan

په عین وخت کې له اجرائیه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د عباسي په کتنه کې هم پر یو لړ مهمو ملي او سیمه ایزو موضوعاتو بحث او خبرې شوي. د پاکستان لومړي وزیر د دفتر د اعلاميې له مخي په دې کتنه کې د پاکستان هیواد له لوري افغانانو ته د ۴۰ زره ټنه غنمو د ورکړې ژمنه هم کړې. سربیره پر دې پاکستان د افغانستان پر تولیداتو د مالیې د کمولو ژمنه هم کړې ترڅو د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړل شي.

په عین وخت کې د پاکستان لومړي وزیر ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر وړاندیز هم کړی. د حکومتي چارواکو سربیره په دې سفر کې د پاکستان لومړي وزیر له یو شمیر افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو سره هم کتلي. په دې کتنو کې استاد محقق، ګلبدین حکمتیار، محمد کریم خلیلي، پیر سید حامد ګیلاني شامل دي.

زموږ له آرشیف څخه: