1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنیتي ځواکونو کلا زال ولسوالي بيرته نيولې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي د کندز کلا زال ولسوالي ئې بيرته له وسله والو طالبانو څخه نيولې ده. دغه ولسوالي د رواني مياشتي په سر کي د طالبانو ولاس ته ورغلې وه.

https://p.dw.com/p/2d1dx
Afghanistan Kämpfe gegen Taliban in Kundus
انځور: Reuters/N. Wakif

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي په هغو عملياتو کي چي د کلا زال ولسوالۍ د بيرته نيولو په مخه پيل سوي ول، په ترڅ کي ئې د سه شنبې په سهار د دغي ولسوالۍ مقر، امنيه قومانداني او نوروي سيمي په خپل کنترول کي راوستي دي.

په دغه خبري اعلاميه کي راغلي دي: «اوس د کلا زال ولسوالۍ په ناامنو سيمو کي ستر عملیات روان دي. افغان امنيتي ځواکونه به پرې نږدي چي یاغيان د هيواد په يوه سيمه کي هم پر وگړو حکمراني وکړي.»

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي په دې عملياتو کي يو ياغي وژل سوی دئ. د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري څه ويل سوي نه دي.

وسله والو طالبانو د روان کال د می مياشتي پر ۶ نېټه د کندز کلا زال ولسوالي چي له تاجيکستان سره نژدې پرته ده ونيوله.

که څه هم چي د کندز ولايت مرکز د افغان امنيتي ځواکونو په کنترول کي دئ خو د دغه ولايت پر ډيرو سيمو وسله وال طالبان کنترول لري. په تيرو دوو کلونو کي طالبان دوه واري توانيدلي دي چي د لنډي مودې له پاره د کندز ښار ونيسي.

د امريکا متحدو ايالاتو د اټکل له مخي افغان حکومت د خپل هيواد پر ۶۰ سلنه قلمرو باندي کنترول لري او نوري سيمي يا د وسله والو طالبانو په لاس کي يا د دواړو اړخونو ترمنځ لاس پر لاس کيږي.

زموږ له ارشيف څخه:

(Reuters/dpa-NZ)