1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افريقا ته د جي ۲۰ سرمشریزې لاسته راوړنې

۱۳۹۶ تیر ۳, شنبه

د جولای میاشتې په لومړیو کې د «جي ۲۰» هیوادونو د سرمشریزې مشران د آلمان په هامبورګ ښار کې راټولیږي. ټاکل شوې چې په دې سرمشریزه کې به افریقا هم پیاوړی رول ولري. خو په افریقا کې له دې ناستې څخه بل ډول انتظار کیږي.

https://p.dw.com/p/2fJq6
Deutschland G20 Afrika Treffen
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

ټاکل شوې چې د «جي ۲۰» په نامه د سرمشریزې مه۱۲ ناسته چې ۱۹ پرمختللي صنعتي هیوادونه او اروپايي ټولنه یې غړیتوب لري، د راتلونکې جولای میاشتې په ۷ او ۸مه نیټه د آلمان په مشرۍ د دې هیواد په همبورګ ښار کې ترسره شي.

هغه وخت چې د نایجریا د بهرنیو چارو وزیر، جفري اونییما د «جي ۲۰ سرمشریزې» په هکله خبرې کوي، هغه د خوښۍ احساس کوي. نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې په دې هکله وویل: « د آلمان لخوا د جي ۲۰ د سرمشریزې ناستې ریاست زموږ له پاره یو مثبت اقدام دی. ځکه چې موږ له آلمان سره ډیرې ښې اړیکې لرو. د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او ولسمشر بوهاري په خپلو کې ډیرې دوستانه اړیکې لري. جي ۲۰ داسې یو جوړښت دی چې موږ یې د غړیتوب غوښتونکي یو.»

جفري اونییما د داوړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته په کتو سره داسې هیله لري چې د «جي ۲۰» د غړیتوب له پاره به آلمان له نایجریا سره مرسته وکړي. نوموړي له دویچه ویله سره په مرکه داسې وايي: «جي ۲۰ یو ډیر مهم جوړښت دی. د نایجریا له پاره مهم دا دي چې موږ به په نړیوالو پریکړو کې له مهمو هیوادونو سره تل په یوه میز کې ناست وو.»

اوسمهال جنوبي افریقا د «جي ۲۰» د سرمشریزې یواځینی افریقايي غړی دی.  د دې هیواد د ولسمشر یاکوب زوما سربیره، د افریقا د ټولنې مشر او د ګینه هیواد د ولسمشر الفا کونده سربیره د سنګال ولسمشر مکي سال هم د آلمان په هامبورګ ښار کې په ترسره کیدونکې د جي ۲۰ په دې سرمشریزه کې برخه اخلي.

افریقا پر اقتصادي مرستو ټینګار کوي

د افریقا د وچې ځینې سیاستوال تر دیره پورې د آلمان فعالیتونو ته سترګې په لار دي. په برلین کې د افریقا د سرمشریزې په ترڅ کې چې د روان کال د جون میاشتې په اوږدو کې ترسره شوه، د دې وچې ولسمشرانو د آلمان د صدراعظمې له تعهداتو ستاینه وکړه. د ګینه ولسمشر الفا کونده ان د افریقا له پاره د «مرکل د یوې طرحې» په هکله خبرې وکړې.

خو د دې دوستانه خبرو ترشا، د عملي کړنو انتظار ډیر کیږي. «جي ۲۰» سرمشریزې ژمنه کړې چې په افریقا کې به د خصوصي پانګونې نورې هم بسیج کړي چې د دې پانګونو مرکزي رول به افریقايي هیوادونه، جي ۲۰ سرمشریزه او نړیوال سازمانونه تشکیل کړي. افریقايي حکومتنه داسې هیله لري چې په دې کار سره به په دې لویه وچه کې پرمختګ او ډیر کاري فرصتونه رامنځته شي.

د اقتصاد د چارو کارپوهان هم د جي ۲۰ د سرمشریزې دغه کړنلاره سمه بولي. د بورس یوهانسبورګ په بازار کې د پانګونې د بازار د څانګې مشر، دونا نیمر په دې هکله وايي: «د خصوصي پانګوالو نوښتونو ته ډیر پوښښ ورکړل شي. موږ د دې انتظار نه شو کولای چې ګواکې پرمختیايي مرستې به د افریقا د پرمختګ سبب وګرځي.»

د لا ډیرو افریقايي اقداماتو غوښتنه

د نیجر په هیواد کې د مدني حقوقو فعال، مانا ساني آدمو د دې موضوع په هکله له ډیر پام څخه کار اخلي. د هغه په وینا که څه هم د افریقا له پاره د «جي ۲۰» د سرمشریزې ابتکار ښه بریښي خو تراوسه پورې د افریقا د ملګرتوب له پاره ټول ابتکارونه د نورو هیوادونو او یا هم د نړیوالو سازمانونو له لوري عملي او ترسره شوي دي. آدمو له دویچه ویله سره په مرکه کې په دې هکله وویل: «پوښتنه دا ده چې افریقايي هیوادونه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو له پاره په خپله تر کومه حده پورې په دې کار کې برخ اخلي.»

د دې نیوکه کوونکو په باور، غربي هیوادونه باید افریقايي هیوادونو ته داسې امکانات برابر کړي چې پرمټ یې دوی وکولای شي خپله لار په خپله تعقیب کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.01.2017):