1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني او عبدالله: د دويم پړاو ټاکنو ته چمتو يو

خليل الرحمن اُمېد۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

په افغانستان کي د ټاکنو خپلواک کميسيون اعلان کړی دی چي د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو به د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ د جوزا په ۲۴مه تر سره سي. دواړو کانديدانو د دويم پړاو ټاکنو ته چمتو والی ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/1C0Tg
انځور: AP / DW

د ټاکنو د خپلواک کميسيون رئيس احمد يوسف نورستاني، د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په کابل کي په خبري کانفرانس کي اعلان وکړ چي د ۱۳۹۳کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي يو کانديد هم په دې نه دی توانېدلی چي اړيني پنځوس فيصده جمع يو رايي تر لاسه کړي. د کميسيون د اعلان له مخي په دې توګه سره به د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته وغځيږي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د وروستۍ پايلو له مخي په لومړي پړاو کي تر ټولو زياتي رايي عبدالله عبدالله وړي دي چي د ټولو رايو ۴۵ سلنه کيږي. د کميسيون په وينا اشرف غني احمدزي د ۳۱،۶ فيصدو رايو په تر لاسه کولو سره دويم مقام تر لاسه کړی دی او په دې توګه به د ټاکنو په دويم پړاو کي د عبدالله عبدالله سره سيالۍ ته ووزي.

د کانديدانو غبرګونونه

د ټاکنو د نهايي پايلو د اعلان وروسته، دوو مخکښو نوماندانو خپل غبرګونونه ښودلي دي. اشرف غني احمدزي په کابل کي په خپل غبرګون کي وويل چي د دويم پړاو ټاکنو ته چمتو دی. نوموړي وويل: « تهديد د پياوړتيا نخښه نه ده. تهديد د ضعف نخښه ده. هر هغه څوک چي تهديد کوي هغه ځان ښيي. موږ غواړو چي هر افغان په آزاده توګه خپل تصميم ونيولای سي. دا زموږ د مبين دين غوښتنه ده چي د شورا بنسټ يې ايښی دی. زموږ غوښتنه دا ده چي د ټاکنو د کميسيونونو په وړاندي دي د تهديدونکې لهجې څخه کاره نه اخيستل کيږي.»

عبدالله عبدالله هم ويلي دي چي د دويم پړاو ټاکنو ته چمتو دی. خو نوموړي د ټاکنو پر دواړو کميسيونونو باندي ټينګار کړی دی چي بايد شفاف عمل وکړي. نوموړي په همدې ډول ويلي چي د ټاکنو په تړاو د شکايتونو د کميسيون څخه يې يو شمېر پوښتني کړي وې چي ورته جواب نه دی ورکول سوی. د نوموړي په وينا د د ټيم دغه پوښتني د کميسيون د کار د بعضو ستونزو په تړاو وې. نوموړي زیاته کړې چي د ده ټيم د ټاکنو ګټونکی دی او دا خبره به په دويم پړاو کي په اثبات ورسوي.

«نهايي پايلي د قسمي پايلو سره زيات توپير نه لري»

نورستاني وويل چي د شمېرل سوو پايلو له مخي بل کانديد زلمي رسول ۱۱،۴، عبدالرب رسول سياف ۷،۳، قطب الدين هلال ۲،۸ او محمدشفيق ګل اغا شېرزي ۱،۶ رايي وړي دي.

د ټاکنو د کميسیون په وينا وروستۍ پايلي د مخکنيو قسمي پايلو سره زيات توپير نه لري. د يادولو وړ ده چي په قسمي پايلو کي عبدالله عبدالله ۴۴،۹ فيصده او اشرف غني احمدزي ۳۱،۵ فيصده رايي وړي وې. په دې توګه د دواړو کانديدانو په رايو کي قسمي پايلو په پرتله د ۰،۱ فيصد زياتوالی راغلی دی.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون په وينا د دويم پړاو ټاکنې به د جوزا په ۲۴مه (د جون ۱۴) د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ تر سره سي. د کميسيون د مشر نورستاني په وينا د دويم پړاو نهايي پايلي به د سرطان په ۳۱مه نېټه اعلان سي.

اعداد او شمېرې

د ټاکنو د کميسیون په وينا د ټاکنو په لومړي پړاو کي د ټول هیواد په کچه د رايه ورکولو ۲۰۵۶۱ محلونه ول. له دې جملي څخه ۷۷۷ محلاتو کې راگیری نه ده شوې یعنې په دې ځای کې هیڅ رای نه وې موجودې. د خلاصو محلاتو شمیر په دې توګه سره ۱۹۷۸۴ ؤ چې پکښي رایي اچول سوي دي. له دې جملې څخه هغه محلات چې له شمیر څخه ویستل شوې ول ۵۲۵ ول چې د رايو شمیر هم ۲۴۳۶۷۴ رايي وي چې په ټولو ۱۱ کاندیدانو پوری يي تعلق درلود. د متفرقه محلاتو تعداد چې له شمیر څخه ایستل شوې دي ۶۲ محله وو. د هغو محلاتو شمیر چې په نهايي پایلو کې شاملې وي د کميسوين په وينا ۱۸۸۶۶ محله کیږي.

نورستاني وويل چي په ټاکنو کې ۴۴۹۴۰۷۶ تنو نارینه و چې۶۴ فیصده کیږي برخه اخیستې وه.۲۵۲۴۷۷۳ تنو ښځو چي د ټولو رايه اچوونکو ۳۶ فیصده کيږي په دغو ټاکنو کې گډون کړی وو. نورستاني زياته کړه چي په ټاکنو کې ټولټال ۷۱۸۸۴۹ تنو گډون کړی وو.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر نورستاني، وويل چي ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله په ټوليزه توګه ۲۹۷۲۱۴۱ چي د ټولو رايو۴۵سلنه کیږي او اشرف غني احمدزي ۲۸۴۵۴۷ رايي تر لاسه کړي دي چي ۳۱،۶ سلنه کيږي.