1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي دولت ډله له بمبار سره سره په پرمختگ کي ده

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت د ارزوني له مخي امريکايي بمباريو د عراق په شمال کې د «اسلامي دولت» په نوم ياغي وسله والي ډلي پرمختگ ورو کړی، خو توانيدلي نه دي چې هغه ودروي.

https://p.dw.com/p/1Csou
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا د دفاع وزارت «پنتاگون» يو لوړ پوړي جنرال، وليام مايويل وويل چې د عراق په شمال کې د امریکا د هوايي ځواک بريدونو د «اسلامي دولت» ډلي پرمختگ ورو کړی دی، خو هغه کولاي نه شي چي ووايي آيا دغو بريدونو د نوموړي ډلي تحرک مات کړی دی که نه.

جنرال مايويل وويل: «د اسلامي دولت نومي ملېشې په دې لټه کې دي چي نوري سيمي هم ونيسي. د ځايي پوليسو د معلوماتو له مخي دغو ملېشو د بغداد په شمال ختيځ ۱۱۵ کيلومترۍ کې د جلاله ښار نيولی دی.

د دوشنبې په ورځ هم امريکايي جنگي الوتکو د عراق په شمال کې د «اسلامي دولت» ملېشو پر مرچلو باندي بمباريو ته دوام ورکړ. د پنتاگون د يو رپوټ له مخي د دغو ملېشو يو کتار چې غوښتل ېې اربيل ته نژدې پر کردي جنگيالانو بريد وکړي، بمبار شوی دی.

پنتاگون وويل، پلان نه لري چي د اوسنيو عملياتو چې د کردانو په ښار اربيل کې د امريکايي اتباعو او په سيمه کې د يزيدي مذهبي اقليت د ساتني له پاره کيږي، لمن پراخه کړي.

په عيني وخت کې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزرات په واشنگټن کې خبر ورکړی دی چې متحده ايالات به کردي جنگيالان «پيشمرگ» په وسلو سمبال کړي. په تيرو ورځو کې پيشمرگ د «اسلامي دولت» ډلي له ملېشو سره سخته جگړه کړې ده.

د پيشمرگ له پاره امريکايي وسلي

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت يوي وياندي وويل چې پيشمرگو ته د وسلو ليږدول تيره اونۍ پيل شول. دغي وياندي چې نوم يي نه دي ښودل شوي وويل: «د متحده ايالاتو حکومت د عراق له حکومت سره همکاري کوي، څو «کردانو ته وسلې ورکړي، ځکه هغوی اوس وسلو ته اړ دي.»

پيشمرگ په ښو وسلو سمبال نه دي، په همدي وجه د اگست مياشتي په پيل کې نه وتوانيدل چې د «اسلامي دولت» نومي ډلي د ملېشو د حملو مخه ونيسي.

د دغو سني افراطيانو د هجوم له امله د عراق د شمال اوسيدونکي په خاصه توگه يزيديان او مسحيان له خپلو کورونو څخه تښتېدلو ته مجبوره شول.

په غرنو کې د کډوالو دېره کيدل

په آلمان کې د يزدي اقليت د مرکزي شورا د معلوماتو له مخې د عراق په شمال کې د سنجار سيمي په غرونو کې کابو ۴۰ زره يزديان ديره شوي او اوس په امن کې دي. دغه راز د موسول ښار په لوېديځه غرنۍ سيمه کې۴۰ زره نور يزيديان مرستو ته انتظار باسي.

يزيدي کډوال د سنجار په غرونو کي
يزيدي کډوال د سنجار په غرونو کيانځور: Reuters

د عراق په شمال کې يزيديانو ته مرستي

په عراق کې د ملگرو ملتو استازي، الينا نبا وويل چې دغه کډوال د ژوند له خطر سره مخامخ دي. د يزدي استازو د ويناوو له مخي په غرنۍ سيمه کي د سختي تودخې له امله يو شمير انسان له تندي مړه شوي دي.

د ژغورني عمليات پلان شوي

امريکايي الوتکو په غرنۍ سيمه کې کډوالو ته د مرستي کڅوړي ور غورځولي دي. د ناخوال وضعيت له امله امريکا اوس د ژرغورني د ستر پلان په لټه کې دی.

د متحده ايالاتو د ملي امنيت مرستيال مشاور، بن ردويز رويترز خبري آژانس ته وويل: «ځيني لاري چاري نيولې شوي دي چې څرنگه د سينجار ولسي وگړي وژغورل شي. د CIA پخواني کارپوه، کين پولاک وويل چې يو امکان دا دی چي د کردي پيشمرگو په مرسته د «تيښتي يو دالان» جوړ کړای شي.

پولاک وويل: «دا ځکه چي کډوال کولای نه شي ډيره موده په غرنو کې پاته شي. د متحده ايالاتو د ويناو له مخي ځينو نورو هيوادونو، لکه استرآليا، بريتانيا او فرانسې هم کډوالو ته د مرستو وړانديز کړی دی. د متحده ايالاتو د دفاع وزير، چاک هيگل وويل: «موږ د خپلو شريکانو ترمنځ د همغږې کار پيل کړی دی.»