1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلامي حزب له حکومت سره رسمي خبري پيلوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

د لومړي ځل له پاره د افغان دولت یوه مخالفه وسله واله ډله له حکومت سره رسمي خبري پیلوي.د حکومت له اړخه به د سولي عالي شورا او له مخالف لوري به د ګلبدین حکمتیار ډلي استازي په دغو خبرو کي برخه اخلي.

https://p.dw.com/p/14rXU
انځور: AP

د افغان حکومت د سولي شورا د مشرتابه په وینا چي د حزب اسلامي ډله پر داسي مهال خبرو ته چمتو والی ښيي چي تازه کابل او واشنګټن د ستراتیژیکو همکاریو یو مهم سند تیره اوونۍ لاسلیک کړی دئ.

د شورا د بهرنیواړیکو د جرګه ګۍ مشر اسماعیل قاسم یار په وینا چي د دوی او ګلبدین حکمتیار د استازو ترمنځ خبري شوي دي او هغوی به ډير ژر په کابل کي په رسمي توګه سیاسي روغي جوړي ته را وړاندي شي.

د قاسم یار په خبره چي د حکمتیار په دریځ کي د نرمښت نخښي نښانې د افغانستان د راتلونکي ټیکاو له پاره دوی هیله من کړي دي.

ټاکل شوې ده چي د رواني اونۍ په ترځ کي به دغه خبري په کابل کي تر سره شي.

د سولي شورا د بهرنیواړیکو د کمیټې مشر اسماعیل قاسم یار وایې په خبرو کي به د دواړلو لورو مشروع  غوښتنو ته هرو مرو مثبت ځواب ویل کیږي:

«دا لومړی ځل دئ چي په تیره یوه لسیزه کي د اسلامي ګوند کسان رسمي خبرو ته حاضریږي او د سولي عالي شورا ورته ښه راغلاست وایي.»

په کابل کي يوه دیپلوماتیکي سرچیني چي نه غواړي نوم ئې واخيستل سي وایې، چي ټاکل شوې ده چي د اسلامي حزب پینځه کسیزه پلاوی چي مشري ئې د حکمتیار زوم غیرت بهیر کوي په دغو خبرو کي برخه واخلي.

اسلامي ګوند تر دي وړاندي یو شرط دا وړاندي کړی وو چي د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرته به د کابل له حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي.

خو اوس د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ د مشر په وینا چي اوس ګاونډي پاکستان د خبرو میز ته د اسلامي ګوند د استازو په راوستلو کي له دوی سره مرسته کړې ده او دوی د خبرو د پایلو په اړه لا وختي خوشبینه دي:

«زه فکر کوم چي د سولي په خبرو کي د پاکستان د حکومت رول ډیر مهم او اغیزناک دئ، او په اسانۍ سره نه کیږي چي پاکستان په افغانستان کي د سولي او پخلایني له بهیر څخه لري وساتو. ځکه هغوي په دغو خبرو کي خپل اغیز لري.»

تر اوسه پوري په دقیقه توګه نه ده څرګنده چي ایا د ګلبدین حکمتیار ډلي د استازو او افغان حکومت تر منځ به خبري کومي مثبتي پایلي ولري که څنګه.

خو تیره ورځ واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼي هم راپور ورکړ چي د امریکا دولت د بګرام له زندان څخه د آزادۍ د ستراتیژۍ ترنامه لاندي یو شمیر مخالف بندي جګړه مار آزاد کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل