1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد: پوليس او اسلامپال د کوڅو په سر نښتې کوي

۱۳۹۶ آذر ۴, شنبه

د اوونيو راهيسې په زرګونو اسلامپالو په اسلام آباد کې يو عمومي سړک بند کړی دی. علت يې د عدليې د وزير له خوا ګويا مقدساتو ته توهين دی. اوس چارواکو له قاطعيت څخه کار واخيست.

https://p.dw.com/p/2oFaj
Pakistan Islamabad Polizei Islamisten Sit-in
انځور: AP Photo/A. Naveed

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې اسلامپالو مظاهره چيانو له پوليسو سره نښتې کړې دي. تقريبا ۸۵۰۰ ځانګړو پوليسو او نيمه پوځيانو د ربړي مرميو او اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخيست او د يوې احتجاجي غونډې تقريبا دوه زره برخه وال يې سره وپاشل. د فرانسې د خبري اژانس خبريالان وايي چې مظاهره چيانو پر پوليسو باندې د کاڼو په واسطه بريدونه وکړل.

مقدساتو ته توهين؟

دغو اسلامپالو کسانو د نومبر مياشتې د پيل راهيسې د اسلام آباد يو اصلي سړک تړلی دی. په سلګونو زره موټروانان اوس مجبوره دي چې په نورو اوږدو لارو سفرونه وکړي. دغه مظاهره چيان چې د اسلامي غورځنګ «تحريک لبيک يا رسول الله» غړي دي، غواړي چې د عدليې وزير، زاهد حامد دې له خپلې دندې لېرې شي. د هغوی په نظر هغه هڅه کړې ده چې د هېواد له انتخاباتي قانون څخه دغه يادونه حذف کړي چې محمد (ص) د الله (ج) وروستی پيغمبر دی.

اصلي تور دا دی چې حامد ګويا د لوړې په هغه متن کې تغيير راوستی وي چې کانديدان يې بايد د انتخاباتو پر وخت ووايي. د دغې لوړې يا سوګند تغييرول د اسلامپالو په اند مقدساتو ته توهين دی. د سړکونو په تړل کېدلو سره د پاکستان په پلازمېنه کې عامه ژوند تقريبا په ټپه ولاړ شوی وو. چارواکو لومړی مداخله ونه کړه، ځکه چې د تاوتريخوالي له پېښو څخه يې اندېښنه لرله. اسلامپالو اعلان کړی وو چې د خپل هدف له پاره دې ته چمتو دي چې مړه شي.

د اونيو راهيسې د حکومت له خوا د تدابيرو پر نه پورته کولو باندې محکمو او د اسلام آباد په ميليونو اوسېدونکو سخت انتقادونه کړي دي. يوازې يو څو ورځې مخکې د پاکستان سترې محکمې يا سوپريم کورټ له حکومت څخه غوښتي وو چې احتجاج کوونکي دې له لارو او کوڅو څخه لېرې کړل شي. دغسې ورته پېښې په ګاونډي ښار روالپنډۍ کې هم وليدل شوې چېرته چې د اسلام آباد په څېر د موټر چلونکو غوسه راپارېدلې ده.