1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو په غزه کې خپل عملیات بیا پیل کړل

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۷, جمعه

د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې پر غزې باندي يې تر هغه وروسته بریدونه پیل کړي دي چې پر خاوره یې د توغندیو بریدونه وشول. دا پیښې د حماس او اسرائیلو تر منځ تر یوه اوربند وروسته رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CrOX
انځور: Reuters

د اسرائیلو حکومت د جمعې ورځي په سهار وویل چې خپل پوځ ته یې په غزه کې د یاغیانو د په نخښه کولو امر کړی دی. هغوی ویلي دي چې دغه پریکړه یې پر اسرائیلو باندي د توغندیو د بریدونو تر دوام وروسته کړې ده. په غزه کې روغتیایي چارواکو ویلي دي چې د دغو بریدونو لومړی قرباني یو ماشوم وو.

د حماس او اسرائیل تر منځ اوربند د جمعې په ورځ په سیمه ییز وخت د سهار پر اتو بجو پای ته ورسید. حماس د اوربند تر پای ته رسیدو وروسته د هغه د غځیدو په اړه کومه بیانیه نه ده خپره کړې. اسرائیل چې تر دې دمخه یې ویلي ول چې د اوربند د غځیدو پلوی دی، د توغندیو تر بریدونو وروسته وویل چې د هغه ځواب به ورکړي.

یوه اسرائیلي چارواکي ویلي دي: «د اسرائیلو لومړي وزیر او د دفاع وزیر د دغه هیواد پوځ ته امر کړی دی چې په قوت سره د حماس له خوا د اوربند د ماتیدو ځواب ورکړي.»

د اوربند تر پای ته رسیدو نیم ساعت وروسته، د اسرائیلو پوځ وویل چې پر خاوره باندي یې پنځه توغندي توغول شوي دي. له دغو توغندیو څخه یو یې په هوا کې شنډ شوی او پاته یې بیا پر يوه ډاگ باندي لگیدلي دي. تر سهار لږ وروسته وویل شول چې ۱۸ توغندي پر اسرائیلو باندي توغول شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د حماس د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله لیکلي دي چې اسرائیلو د هغوی غوښتني رد کړي دي. د اسلامي جهاد ډلي غړو بیا ویلي دي چې په غزه کې یو شمیر کړیو د اوربند د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه. له بلي خوا بیا د رویترز خبري آژانس د حماس په حواله لیکلي دي چې دغي ډلي تر اوسه پوري لا د اوربند د ماتولو او یا هم اوږدولو په اړه پریکړه کړې نه ده.

د مصر خبري اتري له ستونزو سره مخامخ دي

مصري چارواکي هڅه کوي چې د غیر مستقیمو خبرو اترو له لاري د فلسطین او اسرائیل تر منځ یو اوږد مهاله اوربند رامنځ ته کړي. خو د حماس د پوځي څانگي ویاند د اوربند تر پای ته رسیدو څو ساعته دمخه وویل چې که د غزې د انزوا د ختمیدو په گډون د هغوی غوښتني نه ومنل شي، نو خپلي جگړې ته به دوام وکړي.