1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل: ایران او حزب الله د بریدونو تر شا دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

اسرائيلو په هندوستان او گورجستان کې پر خپلو سفارتونو د ترسره شوو بمي بریدونو پړه پر ایران وراچولې ده خو ایران په دغو بریدونو کي لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/142vW
انځور: Reuters

د دوشنبې په ورځ په دوو غبرگو چادونو کې څلور تنه ټپیان شول. اسرائیلو د دغو بریدونو پړه پر ایران وراچولې ده. د اسرائیل لومړي وزیر بنیمین نيتنیاهو، ویلي دي چې د دغو بریدونو تر شا ایران او حزب الله دي. هغه زیاته کړې ده: «موږ به د نړیوالې ترهگرۍ پر ضد خپلې قوي او سیستماتیکې جکړې ته دوام ورکړو.»

د دوشنبې په ورځ د هندوستان د نوي ډهلي په ښار کې د اسرائیلو د سفارت مخې ته یو موټر وچاودید. د دغي چاودنې په ترڅ کې دوه تنه ټپیان شول. د ټپې شوو کسانو په ډله کې یوه اسرائیلې ښځه هم شامله ده.

په یوه بله جلا پيښه کې د گورجستان په پلازمینه تفلس کې پولیسو د دې خبر پخلی کړی دئ چې د اسرائیلو د سفارت د یوه کارکوونکي په موټر کې بم ځای پر ځای شوی وو چې بیا وروسته خونسی شو.

تهران په دغه بریدونو کې خپله ښکیلتیا رد کړې ده. دغه پېښې په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د نړیوالو او ایران ترمنځ د دغه هیواد د اټومي پروگرام پر سر شخړې لا پر ځای پرتې دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست، د یوه عربي تلویزیون سره په مرکه کې دغه تورونه په کلکه رد کړي دي او نوموړي تورونه ئې د تبلیغاتي جگړې یوه برخه بللي دي.

نتنیاهو ویلي دي چې ایران او حزب الله د دغه بریدونو تر شا دي. حزب الله چې د ایران نږدې ملاتړې ډله گڼل کیږي پر دغه موضوع له تبصره کولو څخه ډډه کړې ده.

متحده ایالاتو هم دغه بریدونه غندلي دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن، تروریزم د ټولې نړۍ د ټولنو له پاره توهین بللی دئ. د هغې له خوا په خپره شوې تبصره کې راغلي دي چې امریکا په ټوله نړۍ کې د دیپلوماتیک پرسونل خوندیتوب او امنیت ته لومړیتوب ورکوي او چمتو ده چې د دغه شان بریدونو په څیړولو کې مرسته وکړي.

خو امریکا دا هم ویلي دي چي دوی په دقیقه توگه پر دې نه پوهیږي چې دغه بریدونه چا تر سره کړي دي. د متحده ایالاتو د دولت ویاند جې کیرني ویلي دي: «موږ اوس داسې معلومات په لاس کې نه لرو چې له تاسو سره ئې شریک کړو، چې د ترسره شوو بریدونو تر شا د چا لاس وو.»

سید ریاض (آژانسونه، دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش