1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل: لادرکه سوی عسکر مو مړ دی

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۲, یکشنبه

پر غزه د اسرائيل هوايي او مځکنۍ حملې ادامه لري او د فلسطينيانو په خبره په تازه بريدونو کي د م.م. يو ښونځي کي خلک وژل سوي دي. اسرائيل اوس وايي چي لادرکه عسکر يې مړ دی او دا چي خپل زياتره عسکر يې د غزې څخه بېرت رابللي دي.

https://p.dw.com/p/1Co2S
انځور: Reuters

په غزه کي د جمعې په ورځ (د اګست لومړۍ نېټه) درې ورځنی اوربند پېل سوی ؤ چي تقريبا يو نيم ساعت وروسته اسرائيل دغه اوربند لغوه اعلان کړ. د اسرائیلو له لوري د اوربند د ماتلو یو دلیل دا عنوان شو ؤ چې گواکې د هغوی لادرکه سوی سرتیری ښایی د حماس د ډلې له خوا یرغمل نیولسو وی.
ياد اوربند د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کيمون او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير جان کېري په مڼځګړيتوب رامنځ ته سوی ؤ چي بايد درې ورځي يې دوام وکړی وای. دغه اوربند ته دواړو ښکېلو اړخونو هوکړه کړې وه.

که دغه اوربند بېرته نه وای لغوه سوی او تر پای پوري قايم پاته سوی وی، نو د جګړې د پېل راهيسي به چي د ۲۴ ورځو راهيسي ادامه لري، تر ټولو لوی اوربند وای. خو دغه اوربند قايم پاته نه سو، ولي چي اسرائيل ويل د اوربند په جريان کي يې پر عسکرو وسله وال بريد سوی او يو عسکر يې لادرکه دی.

« د اسرائيل سخت غبرګون»

د اسرائیل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د جمعې په ورځ وويل چي حماس به د لادرکه سوي عسکر په بدل کي سخت اسرائيلي غبرګون وويني. همدا ؤ چي اسرائيلي ځانګړو عسکرو په رفح کي د تلاښۍ پراخ عمليات پېل کړل چي ورسره د اسرائيلي جنګي الوتکو او توپخانې مرسته مله وه. د فلسطيني مرستندويانو په وینا د اسرائيلي عسکر د لادرکه کېدو څخه وروسته په ۲۴ ساعتو کي د اسرائيلي پوځ په بريدونو کي تر ۲۰۰ څخه زيات فلسطينيان ووژل سول چي پکښي د يوې کورنۍ ۱۵ غړي هم شامل دي.

د اسرائيل پوځ د يکشنبې په سهار خبر ورکړ، چي ۲۳ کلن لادرکه سوی اسرائيلي عسکر «هدر ګولډين» د جمعې په ورځ لا په جګړه کي وژل سوی ؤ. زياته سوې چي دغه خبر د اسرائيل د دغه دويم بريدمن صاحب منصب کورنۍ ته هم ورکول سوی دی.

Nahostkonflikt Gazastreifen 2.8.2014
انځور: Reuters

د دې څخه تر مخه د شنبې په سهار (د اګست دويمه نېټه) د حماس وسله والې څانګې «القسام» ويلي ول، چي دوی د لادرکه سوي اسرائيلي عسکر په هکله هيڅ معلومات نه لري. يادي ډلې ويلي ول چي د دوی هغه ډله چي په رفح کي په مقاومت بوخته وه، ورسره تماس شلېدلی دی. «القسام» ډلې ويلي ول چي ښايي د هغوی ملګري په رفح کي په جګړه کي وژل سوي وي.

د قاهرې خبري اتري

اسرائيل ويلي چي د قاهرې په پلان سوو خبرو اترو کي به برخه وانخلي. دا په داسي حال کي چي د اُردن د لوېديځي غاړي فلسطیني مشرتابه اعلان کړی ؤ، چي فلسطينيان به د اوربند لپاره د قاهرې په پلان سوو خبرو اترو کي ونډه واخلي. د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي دي چي د ګولډين د وژل کېدو وروسته به هم اسرائيلي پوځ په غزه کي خپلو عملياتو ته ادامه ورکړي.

د نتنياهو په وينا « اسرائيلي پوځ به تر هغه وخته په غزه کي وي، چي خپل کار بشپړ کړی.» اسرائيلي لومړي وزير زياته کړې چي اسرائيل د حماس « د تونلونو د له منځه وړلو خپل هدف ته ډېر نژدې سوی دی.» په دې توګه سره د روانې لانجې د دپلوماتيک حل په هکله لږ هيلي موجودي دي.

Gaza Menschen Stromausfall Kinder UN Schule
انځور: Shawgy al-Farra


حماس ويلي دي چي د اسرائيل پر ضد به خپل «مقاومت» ته ادامه ورکړي، تر هغه وخته چي خپلو اهدافو ته ورسيږي. ياده فلسطيني ډله د اسرائيل له خوا د غزې د محاصرې د ليري کولو غوښتنه کوي.

د اسرائيل پوځ د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د خپلو مځکنيو عسکرو زياته برخه يې بېرته له غزې څخه بللې ده.

د يکشنبې په ورځ فلسطيني مرستندويانو دا خبر هم ورکړ چي د اسرائيلي پوځ په بريدونو کي يو ځل بيا د ملګرو ملتونو لخوا پر مخ بېونکي ښونځي ته زيان اوښتی دی. زياته سوې چي په ياده پېښه کي يو ځل بيا فلسطينيان وژل سوي دي، چي په دغه ښوونځي کي يې پناه اخيستې وه. د دې څخه تر مخه هم د اسرائيلي پوځ راکټونه د ملګرو ملتونو پر ښونځي لګېدلي او هلته يې فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اړولې وه. دغه موضوع د ملګرو ملتونو لخوا تر سخت تنقيد لاندي نيول سوې وه، او د اسرائيل دغه کار يې د نړۍ وال قوانينو خلاف کار بللی ؤ.

۱۷۱۹ فلسطينيان وژل سوي او ۹۰۰۰ نور ژوبل دي

د فلسطينيانو په وينا پر غزې د اسرائيل د پوځي عملياتو د پېل راهيسي تر اوسه ۱۷۱۹ فلسطينيان وژل سوي او په تقريبا ۹۰۰۰ ژوبل سوي دي.

په وژل سوؤ کي اکثريت ملکي کسان دي، چي پکښي ښځي او ماشومان هم شامله دي. زياته سوې چي په تيرو ۲۴ ورځو کي د اسرائيل جنګي الوتکو او ټاکنو په خپلو بريدونو کي د غزې تر ۱۰۰۰۰ څخه زيات کورونه وران کړي دي.

په دغه لانجه کي تر اوسه ۶۴ اسرائيليان وژل سوي دي. اسرائيل وايي چي پر غزې د عملياتو مؤخه يې د حماس له لوري د اسرائيل پر خاوره د راکټونو د بريدونو ځواب ويل او د هغوی درول دي.