1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد: په سوريه کي به هرډول لاس وهنه د زلزې په معنا وي

۱۳۹۰ آبان ۸, یکشنبه

د سوريې ولسمشر بشرالاسد، په خپل هيواد کي د لويديځ د هر ډول لاس وهني په هکله خبرداری ورکړی، او ويلي يې دي، چي په دغه هيواد کي لاس وهنه په رشتیا ځان ته د يو بل افغانستان د جوړلو معنا لري.

https://p.dw.com/p/131td
د سوريې ولسمشر بشرالاسد
د سوريې ولسمشر بشرالاسدانځور: picture-alliance/ dpa

بشارالاسد د يوې برتانوۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي لويديځ ته خبرداری ورکړی، چي په سوريه کي به هرډول لاس وهنه د يوې زلزلې په معنا وي. هغه زياته کړې، چي دغسي يو مانور به په سيمه کي د لويديځ ضد احساساتو اور ته لمن وهل وي.

هغه د برتانوۍ ورځپاڼي، ټيليګراف، سره د يکشنبې په ورځ په مرکه کي ويلي چي په سوريه کي د لويديځ له لوري لاسوهنه به دوهم افغانستان رامنځ ته کړي.

« سوريه په دغه سيمه کي د مرکز حيثيت لري، پر دغه ځمکه د مداخلې په صورت کي يوه زلزله رامنځ ته کېدلای شي. آيا تاسو غواړي چي يو بل افغانستان وګوری او يا هم لسګونه افغانستانه؟»

هغه زياته کړې، چي په سوريه کي هره ستونزه به له ځانه سره ټوله سيمه وسوځوي. که چيري د سوريې د وېشلو پلان وي، نو دا به په اصل کي د ټولي سيمي وېش وي.

په سوريه کي لاريون کوونکي د آزادۍ او د اسد رژيم ته د پای د ټکي ايښوولوغوښتونکي دي. د دغه نوو لاريونونو په ترڅ کي د ملګرو ملتونو څخه په سوريه کي د ليبيا په شان د هوايي قلمرو د بنديدو غوښتنه سوې.

د اسد دغه څرګندوني په داسي وخت کي خپريږي، چي د شنبې په ورځ د حمص په ښار کي د لاريون کوونکو او سرتيرو تر منځ په نښتو کي ۲۰تنه سرتيري وژل شوي ول.

په دغه نښتو کي د ۵۰تنو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل سوی دی.

اټکل کيږي، چي په حمص کي د جمعي په نښتو کي ۳۷تنه وژل سوي دي. په سوريه کي د بشري حقونو ټولني ويلي دي، چي دغه وژني هغه وخت رامنځ ته سوې کله چي سوريي ځواکونو په سيمه کي د درنو وسلو فيرونه پيل کړل.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو پراساس په سوريه کي په روان تاوتريخوالي کي تر اوسه پوري د ۱۸۷ماشومانو په شمول شاوخوا ۳۰۰۰تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دويچه ويله/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل