اسد له امريکا سره خبرو ته تيار دی
۱۳۹۴ فروردین ۷, جمعه
د سوريې جمهور رئيس بشار الاسد له امريکايي تلويزيون CBS سره په يوه مرکه کي ويلي دي: «موږ له هر چا سره هر ډول ديالوگ ته تيار يو، که متقابل احترام وي حتي له امریکا سره هم.»
هغه ټينگار کړی دئ، چي د هيواد حاکميت ئې بايد په دې برخه کي تر پوښتني لاندي را نه سي. تر اوسه پوري د دواړو حکومتونو ترمنځ مخامخ ارتباط نه سته.
د کيري د څرگندونو په اړه گډوډي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر دې دمخه ويلي ول چي له اسد سره به خبري اتري نه کيږي. په دې سره نو دغه وزارت د بهرنيو چارو د وزير جان کيري د خبرو په اړه غبرگون ښوولی دئ.
کيري ويلي ول چي پر اسد باندي به فشارونه زيات سي، څو په سوريه کي د سياسي انتقال له پاره خبرو اترو ته وهڅول سي.
خبري يوازي له حکومتي چارواکو سره
وروسته له هغه چي اروپايي او عربي متحدانو د کيري د څرگندونو په اړه تر يوې اندازې سختي نيوکي وکړې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندي وويل چي د کيري مقصد په خپله اسد ته مراجعه نه، بلکي د هغه د حکومت غړو ته ده. له دې لاري خبري اتري کيدای سي.