اسد: روسي توغندی مو ترلاسه کړي دي
۱۳۹۲ خرداد ۹, پنجشنبهد المنار په نامه تلويزيون چي د حزب الله په ډله پوري اړه لري ويلي دي، چي د سوريې ولسمشر بشارالاسد له دوی سره په يوه مرکه کي ویلي دي، چي د روسيې پرمختللي توغندی ور رسېدلي دي.
دغه تلويزيون ويلي دي چي د پنجشنبې په ماښام به دغه مرکه خپره کړي. د المنار په حواله بشارالاسد ویلي دي: «له روسیې سره ټولې شوي ژمني به عملي شي. له دغو ژمنو څخه یو شمیر یې لا وختي عملي شوي هم دي.»
د المنار تلویزیوین به د اسد دغه مرکه د ګرینویچ په وخت په ۱۸:۰۰ بجو خپره کړي. پر دې سربیره به دغه خپرونه همداراز د سوریې د دولتي تلویزیون له لارې هم خبره شي.
روسیې لا تر اوسه پوري دغه خبره تائيد کړې نه ده، چې آیا دمشق ته یې s-۳۰۰ ډوله توغندي استولي دي که نه. خو تر دې دمخه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي ول، چې روسیه به دغه کار وکړي. روسیه د سوریې د رژیم تر ټولو پیاوړی متحده هیواد بلل کیږي.
تر دې مخکې د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي ول، چې دمشق ته s-۳۰۰ ډوله توغندیو رسیدل د خپل ملي امنیت پر وړاندې یو گواښ گڼي. هغه ویلي ول، چې که دغه توغندی «دمشق ته ورسیږي نو اسرائیل پوهیږي چې بیا څه وکړي.»
له دې سره نو د سوریې د دوه کلنې جگړې په اړه اندیښنې لا پسې ډیرې شوې دي. په دغه هیواد کې له دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده چې د ملگرو ملتونو په حواله پکښې تر اوسه پوري تر۹۴۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي. او ډیر شمیر کسان له دې ویره لري چې د سوریې جگړه لبنان ته هم غځیدای شي.
تر اوسه پوري اسرائیلو په سوريه کې څو احتمالي هوایي بریدونه ترسره کړي دي. ویل شوي دي چې دغه بریدونه له ایران څخه حزب الله ته د وسلو پر کاروانونو باندې شوې دي.
روسیه د سوریې رژیم ته د وسلو له ورکولو څخه دفاع کوي. د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرگي ریبکوف، تر دې مخکې ویلي ول چې دغه کار کیدای شي په سوریه کې په حالاتو کې یو څه تعادل رامنځ ته کړي او د دې مخه ونیسي چې بهرني هیوادونه په سوریه کې مداخله وکړي. s-۳۰۰ ډوله توغندی د ناټو «پتریوت» ډوله توغندیو ته ورته دي. هغوی کولای شي چې په عین وخت کې الوتکې او توغندي په نخښه کړي.
تر دې مخکې د می میاشتې پر نهمه نیټه اسرائیلو ملگرو ملتونو ته شکایت کړی وو چې روسیه غواړي په سوریه کې د بهرنۍ مداخلې د مخنیوي له پاره دغه هیواد ته s-۳۰۰ ډوله توغندي ورکړي.
اسرائیلو ویلي دي چې سوریه له۲۰۱۰ کال راهیسې روسيې ته د دغه ډول څلورو توغندیو د رانیولو په موخه پیسې ورکوي. په دې ترتیب سره به نو سوریه له روسیې څخه د پرمختللو توغنديو څلور سيسټمه او ۱۴۴ S-۳۰۰ ډوله توغندي ترلاسه کړي.