اسد د کوفی عنان د اوربند ضرب الاجل ومنه
۱۳۹۱ فروردین ۱۵, سهشنبهپه ملگرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري سوزان رائيس، د امنیت شورا ته د کوفي عنان له خبرو وروسته وویل چې سوریه په دې راضي شوې ده چې په «عاجله توگه» به له هغو ښارونو څخه ځواکونه راوباسي چې لاریونونه پکښي دوام لري. د هغه په خبره سوریې منلې ده چې د اپریل تر لسمي نېټې پوري به له دغو سیمو څخه خپل ټول ځواکونه او درنې وسلې هم لیري کړي.
دا خبر په داسي وخت کې خپور شوی دئ چې د سره صلیب مشر یاکوب کیلنبیرگر، د سوریې له پاره د مرستو نوی ماموریت پيلوي. د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخي په سوريه کې د جگړې له پیل څخه تر اوسه پوري تر نهو زرو زیات انسانان وژل شوي دي.
په ملگرو ملتونو کې د سوریې استازي بشر جعفري، هم د اپریل د لسمي نېټې د اوربند خبره تائيد کړې ده. په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازي رائيس زیاته کړې ده چې امریکا او نور هیوادونو پر دې شک لري چې اسد به یو ځل بیا د نوي ژمني خبره وکړي:
«د امنیت شورا ځینو غړو اندیښنه څرگنده کړې ده چې داسي نه شي چي حکومت په راتلونکو ورځو کې بيا زور زیاتیو ته مخ واړوي او هغوی د حکومت پر اوسنيو ژمنو شک ښوولی دئ. خو په عمومي توگه د شورا غړو چمتووالی ښودلی دئ چې د ښاغلي عنان د څارونکي ماموریت پلان په پام کې ونیسي.»
دا اعلان په یوه داسي وخت کې شوی دئ چې ځیني عربي هیوادونو په سوريه کې د اسد د مخالفینو د مسلح کېدلو ملاتړ کړی دئ. په تیرو څو ورځو کې د تاو تریخوالي په تازه پېښو کې له ۳۰ څخه زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
په ملگرو ملتونو کې د سوریې استازي بشار جعفر، هم وویل چې د سوریې دولت د کوفي عنان د سولي د پلان عملي کولو ته ژمن دئ:
«زما دولت د ښاغلي کوفي عنان ماموریت ته ژمن دئ. موږ هڅه کوو چې دا ماموریت په بریالیتوب سره سرته ورسیږي. زموږ حکومت له کوفي عنان سره په ټولو برخو کې مرسته کوي.»
د سوریې حکومت د اوربند ملاتړ کړی دئ خو دا ئې هم ویلي دي چې له ښارونو څخه د پوځونو او درنو وسلو تر راایستلو وروسته باید په ۴۸ ساعتونو کې یاغیان هم له بریدونو څخه لاس واخلي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش