1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد بې له پوځي بريا ځان بريالی احساسوي

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۰, جمعه

په سوريه کي د رواني کورنۍ جگړې له اوسنۍ وضعي څخه داسي ښکاري چي يو اړخ هم د بريا په حال کي نه دی. په نظامي ډگر کي دغي ستونزي په ژنيو کي د سولې پر کنفرانس فشار زيات کړی دی.

https://p.dw.com/p/1AAAi
انځور: Reuters

د سوریې په جگړه کي د ښکيلو اړخونو دريځونه لا پسي سخت سوي دي. له هغه وروسته چي د بشارالاسد ځواکونو او حزب الله مليشو په جون مياشت کي د القصير ښار له ياغيانو څخه ونياوه، بيا په جگړه کي هيڅ اړخ زيات پرمختگ نه دی کړی.

د بريتانيا د امنيتي چارو د څېړنيز انستيتوت رويال يونايتيد سرويس (RUSI) غړي يوشي شاشانک وايي چي په سوريه کي د جگړې دواړه اړخونه سره برابر دي. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د بشارالاسد ځواکونو له دارعا څخه نيولې بيا تر حمص او ساحل پوري سيمي تر ډيره ځايه تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي. له بل اړخه ياغيانو د الفرات سيند او له عراق سره پر پوله پرتې د هيواد شمال لوېديځي سيمي تر خپل اغېز لاندي راوستي دي.

شاشانک وويل: «د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ عمده فرق دا دی چي د ياغيانو تر اثر لاندي سيمي د بېلو بېلو ياغي ډلو په ولکه کي دي.»

شاشانک وايي چي ياغيان په خپلمنځي جگړو اخته دي چي يوه بېلگه يې د کوردي ډلو او القاعدې جهادي غړو تر منځ سختي نښتي دي.

دمشق ته په يوه نژدې سيمه کي ياغلي ډلي
دمشق ته په يوه نژدې سيمه کي ياغلي ډليانځور: Reuters

ښکېل اړخونه نه ښيي چي له جگړې ستړي دي

په سوريه کي د کورنۍ جګړې دوه نيم کاله پوره کيږي خو پکښي ښکېلي غاړه يوه هم دا نه ښيي چي ګويا دوی دي له جګړې څخه خسته سوي وي. پر دې سربيره چي په دغه جګړه کي تر ۱۲۰۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي د ښکېلو اړخونه يو يې هم په جدي توگه د بري اټکل نه کوي.

د بيت المقدس په پوهنتون کي د سوريې د چارو کارپوه اېيال څيسر، وايي چي د سوريې حکومت په دې هيله دی چي ياغيان به له جگړې څخه ستړي سي. هغه زياتوي: «د سوريې رژيم اټکل کوي چي ياغيان به له جگړې ستړي سي. کله چي څوک د ژوندي پاته کېدلو له پاره جگړه کوي او لا ژوندی پاته وي، نو دا حقيقت په اصل کي د بريا معنی ورکوي.»

شاشانک هم په دې نظر دی چي د سوريې ولسمشر بشارالاسد ځان په يو قوي موقف کي احساسوي، ځکه چي اوسنۍ وضعه له ۲۰۱۲م کاله سره پرتله کوي. هغه وخت داسي ملومېدل چي د اسد رژيم د ړنگېدو له گواښ سره مخامخ دی.

په سياسي ډگر کي پرمختگ

د سوريې رژيم د جگړې تر ډاګ په سياسي ډګر کي ځان بريالی ګڼي. د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو تر جوړجاړي وروسته اوس د دغه هيواد مشرتابه له نړيوالي ټولني سره د خبرو اترو يو اړخ گرځېدلی دی. تر هغه وخته پوري چي سوريه د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان سره همکاري ته دوام ورکوي، د امريکا له خوا د پوځي بريد له گواښ سره نه دی مخامخ.

کارپوه شاشانک وايي چي بشارالاسد ښايي په دې وجه د ژنيو د سولي په کنفرانس کي برخه اخيستلو ته زړه ښه کړي وي، چي د ياغي خپلمنځي اختلافات د دې سبب گرځېدلي دي چي لوېديځ د ياغيانو ملاتړ کم کړي. د سوريې د سولي د خبرو اترو کنفرانس د روان کال د نوامبر مياشتي پر ۲۳مه نېټه په ژنيو کي جوړيږي. خو شاشانک وايي چي اسد به په دغه کنفرانس کي له خپله دريځ زيات تېر نه سي.

د ژنيو په کنفرانس کي د سوريې له ياغيانو څخه هم زياته توقع نه کيږي چي خپل په دريځ کي به نرمښت راولي. د څوريخ په پوهنتون کي د ستراتيژيکو علومو کارپوه، البرت شټاهل وايي چي د ژنيو په کنفرانس کي ښايي په سوريه کي د واکمنۍ د بدلون يعنی د اسد استعفا مطرح سي. شټاهل زیاتوي، که څه هم چي ياغيان به د اسد د استعفا غوښتنه وکړي، خو: «د سوريې رژيم بايد نه راوپرځيږي. دا هيڅوک نه غواړي.»

کارپوه شټاهل وايي چي سوريه له بېلابيلو قومي ډلو جوړ يو هيواد دی. د نوموړي په وينا که د سوريې په روانه لانجه کي نه جگړې او نه هم دپولوماسۍ نتيجه ورکړه، نو کېدای سي دغه هيواد له وېش سره مخامخ سي. شټاهل وايي چي کېدای سي په داسي يو صورت کي نړيواله ټولنه هم د تقسيم پر وړاندي زيات مقاومت ونه کړي.