1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا د کډوالو کښتۍ سریلانکا ته سپارلې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۶, دوشنبه

استرالیایي حکومت د دوشنبې په ورځ ومنله چې له سریلانکایي پناغوښتونکو ډکه یوه کښتۍ یې بیرته د دې هیواد چارواکو ته سپارلې ده. دا موضوع پر استرالیا باندې د سختو نیوکو لامل شوې ده.

https://p.dw.com/p/1CWoJ
انځور: Scott Fisher/Getty Images

دغه ۴۱ سریلانکایان د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې د کوکوس په ټاپوگانو کې د استرالیایي سمندري څارونکو له خوا نیول شوي وو. د استرالیا د کډوالو وزیر سکات موریسون، ویلي دي چې دا پنا غوښتونکي تر هغه وروسته چې د پناغوښتنې عریضې یې پخپله کښتۍ کې څیړل شوي، بیرته سریلانکایي چارواکو ته سپارل شوي دي.

له څو ورځو راهیسې موریسون په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې وه چې استرالیایي ځواکونو دوه داسې کښتۍ نیولې دي چې په کې ۲۰۰ سریلانکایي کډوال سپاره ول او دا چې دغه پنا غوښتونکي بیرته سریلانکایي چارواکو ته سپارل شوي دي. د دوشنبې په ورځ هم موریسون د دې خبرې له تائیدولو څخه ډډه وکړه چې ایا کومه دویمه کښتۍ هم موجوده وه او که نه.

استرالیا په وروستیو وختونو کې د کډوالو په برخه کې خپل قوانین سخت کړي دي. دغه هیواد اوس هغه کښتۍ چې کډوال په کې سپاره وي، پرته له دې چې پنا غوښتونکي وچې ته راوړي او دوسیې یې وڅیړي، په سمندر کې د هغوی د دوسیو تر څیړلو وروسته بیرته خپلو هیوادونو ته استوي. تر اوسه پورې اندونیزیا ته د کډوالو کښتۍ بیرته استول شوي دي. له دې هیواد څخه په غیر قانوني توگه د افغانستان، ایران، سریلانکا او نورو هیوادونو وگړي استرالیا ته د اوبو له لارې د رسیدو هڅې کوي.

دا لومړۍ ځل دی چې د استرالیا حکومت په رسمي توگه دا خبره منلې ده چې د کډوالو کښتۍ یې بیرته خپل اصلي هیواد ته سپارلې ده. په کښتۍ کې د سپرو کسانو په ډله کې تاملیان هم موجود دي چې د تامل پړانگانو او حکومتي ځواکونو تر منځ له جگړې څخه ژوندي راوتي دي. د کډوالو د حقوقو مدافعین اندیښنه لري چې دغه تاملیان کیدای شي چې د پوځ له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شي. دا په داسې حال کې ده چې موریسون روښانه کړې ده چې په کښتۍ کې سپاره څلور کسان تاملیان وو چې هیڅ یو یې هم له گواښ سره مخامخ نه دی.

د دغې پېښې په اړه لومړۍ د ملگرو ملتونو د گډوالو ادارې یا UNHCR اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل چې استرالیا د دې پر ځای چې پناه غوښتونکي وچې ته راوړي او دوسیې یې وڅیړي، په اوبو کې د هغوي قضیې بررسي کوي. دغې ادارې په دې اړه ژوره اندیښنه څرگنده کړې وه.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره هیله لري چې د پنا غوښتونکو دوسیې باید په انفرادي ډول او په سمه توگه وڅیړل شي.» دې ادارې ټینگار کړی دی چې هیڅوک په هغه صورت کې چې د خپل امنیت په اړه اندیښنه ولري د نړیوالو قوانینو له مخې خپل هیواد ته نه شي استول کیدای.

په همدې حال کې د بخښنې له نړیوال سازمان څخه مینگ یو، ویلي دي چې په لږ وخت کې د کډوالو د دوسیو څیړنه ښايي د دې سبب شي چې د هغوی دوسیې په سمه توگه و نه ارزول شي. له دې سره کیدای شي چې استرالیا خپل هغه نړیوال مکلفیت څخه چې باید یو وگړی د خطر په صورت کې بیرته خپل هیواد ته وا نه استوي، سرغړونه وکړي.

په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه یوازې ۴۱ تنو ته یې په استرالیا کې د پنا غوښتنې امکانات ورکړل شوي دي او پاتې نور بیرته خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.