1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا ته د غني د سفر پر مهال د هغه پر ضد مظاهرې وشوې

۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ په سونو کسانو په استرالیا کې د افغان ولسمشر اشرف غني، پر ضد مظاهرې وکړي. مظاهره کوونکو د رد شویو کډوالو د نه منلو غوښتنې وکړې.

https://p.dw.com/p/2aYJB
Aschraf Ghani bei Afghanistan-Konferenz in London 04.12.2014
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

مظاهره کوونکي د «ګورمنت هاوز» ودانۍ مخې ته راټول شوي ول چیرې چې افغان ولسمشر اشرف غني، د استرالیا له ګورنر جنرال پیتر کاسګروف، سره ولیدل. دا استرالیا ته د یوه افغان ولسمشر لومړی سفر دی.

يوه مظاهره کوونکي برات علي باتور وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی نو له دې کبله افغان حکومت باید هغه پناه غوښتونکي چې استرالیا یې اخراجوي و نه مني. افغانستان په ۲۰۱۱م کال کې له استرالیا سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې افغان حکومت هغه کسان مني چې په استرالیا کې یې د پناه غوښتنلیک ردیږي.

خو باتور وویل: «باید د ټولو هغو کسانو چې په جبر بیرته افغانستان ته استول کیږي د منلو بهیر ودرول شي.»

د کډوالو په برخه کې د عمل ایتلاف سازمان این رینتول، وویل چې استرالیا په ډیرو کمو مواردو کې هزاره ګان بیرته افغانستان ته استوي. هغه زیاته کړې ده چې دا هم لا روښانه نه ده چې ایا افغانستان به په راتلونکې کې هم ومني او که نه. ویل شوي دي چې د استرالیا په مظاهرو کې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ مظاهره کوونکو ګډون کړی وو.

د مظاهرې یوې تنظیموونکې تجیبې ويلي چې د غني د لومړي سفر پر مهال په استرالیا او نوي زیلاند کې تر۳۰۰۰ کسان د اعتراضونو له پاره راټول شوي ول.

هغې وویل: «موږ غواړو چې زموږ ولسمشر غني، په افغانستان کې د هزاره ګانو په ګډون د ټولو قومونو د ساتنې له پاره عملي او کلک ګامونه واخلي.»

هغې همداراز غوښتنه وکړه چې د استرالیا حکومت دي له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډوي ځکه په خبره یې دغه پیسې د جنګسالارانو لاسونو ته لویږي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ ناوخته د استرالیا پلازمېني کانبيرا ته ورسید. تمه کیږي چې هغه به د چهارشنبې په ورځ خپل سفر پای ته ورسوي. د استرالیا لومړي وزیر مالکولم تورنبول، وویل چې دغه سفر د دواړو هیوادونو تر منځ قوې اړیکه څرګندوي.

هغه په یوه بیانیه کې زیاته کړې ده: «د سفر پر مهال به بحثونه زموږ پر روانو امنیتي او پرمختیايي همکاریو متمرکز وي چې له افغانستان سره مرسته وشي ترڅو په یوه لا هوسا، امن او پر ځان متکي هیواد بدل شي.»

هغه په ځانګړې توګه د ښځو د پرمختګ، د عامه سکتور د پياوړتيا او زراعتي مرستو موضوعاتو ته اشاره کړې ده.