1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا افغانستان ته نور سرتیري لېږي

۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبه

د استرالیا لومړي وزیر مالکولم تورنبال، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال په دې هیواد کې د خپلو سرتیرو د شمیر زياتولو اعلان وکړ. له دې سره به استرالیا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر ۲۷۰ تنو ته لوړ کړي.

https://p.dw.com/p/1HfAt
Afghanistan - australischer NATO-Soldat
انځور: Getty Images

استرالیا تر اوسه پورې په افغانستان کې خپل ۴۱ عسکر له لاسه ورکړي دي. دغه هیواد چې اوس په افغانستان کې ۲۵۰ سرتیري لري پتېيلې يې ده چې ۲۰ تنه نور عسکر به هم افغانستان ته ولېږي.

تورنبال اوس په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی دی. هغه په کابل کې د خپل هیواد په سفارت کې د خبرو پر مهال له خپلې دې پریکړې څخه چې په افغانستان به د خپلو سرتریو شمیر زيات کړي، دفاع وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هغه د ولسمشر اوباما هغه غوښتنه چې استرالیا دې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې خپله ونډه زیاته کړي، رد کړې وه.

مالکوم تورنبال وویل: «رښتیا خبره خو دا ده چې په ۲۰۱۶م کال کې نړۍ دومره سره نزدې شوې ده چې يو له بل سره هيځ لیري نه ده. نړۍ دومره سره نښتې ده چې تر دې مخکې بل هیڅ وخت هم داسې نه وه. دا ډیره مهممه خبره ده چې موږ په دې خبره پوه شو چې امنیت یوه نړیواله موضوع ده.»

په همدې حال کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحد ایالات هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره لاره هواره کړي. طالبانو بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او په هلمند ولایت کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندي سخته جګړه پيل کړې ده.

د استرالیا لومړی وزیر به د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما، سره وویني. د دواړو مشرانو د خبرو اترو په اجند کې د منځني ختیځ امنیت هم شامل دی.