1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا هم د اسلامي دولت ډلي پرضد جنگيږي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۳, یکشنبه

د اسلامي دولت ډلي پرضد ائتلاف د پراختيا په حال کي دئ. استراليا هم امريکا متحدو ايالاتو ته د ملاتړ خبره کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير تلاښ کوي چي په نژدې ختيځ کي د افراطي ډلي IS پرضد يو ائتلاف جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/1DC2K
انځور: Reuters/Australian Defence Force

د استراليا لومړي وزير توني ابوت، په داروين کي ويلي دي چي د عربو متحدو اماراتو ته به ۶۰۰ عسکر او څو پوځي الوتکي وليږي، څو په منځني ختيځ کي د اسلامي دولت ډلي پرضد مبارزه کي ونډه واخلي.

متحدو عربي اماراتو ته د دغو شپږ سوه لېږونکو عسکرو څخه ۴۰۰ ئې په هوايي او ۲۰۰په نور پرسنل پوري اړه لري، چي په عراق کي به د اسلامي دولت ډلي پرضد مبارزه کوي.

استراليا په پلان کي لري چي متحدو عربي اماراتو ته ۸ جنگي جټ الوتکي، يوه اکتشافي او يوه د تيلو رسونکې او ترانسپورتي الوتکه ولېږي.

ابوت ويلي دي چي د ترهگرۍ پرضد ائتلاف کي ونده اخيستل او عسکر لېږل «عاقل او معقول» کار دئ. خو د پلي ځواکونو د لېږلو په اړه پريکړه سوې نه ده.

د استراليا لومړي وزير زياته کړې ده چي د اسلامي دولت پرضد مبارزه کي د نړيوال ائتلاف جوړولو په برخه کي امريکا له استراليا څخه د همکارۍ غوښته کړې وه. استراليايي ځواک به په دبی کي ځای پر ځای سي او له هغه ځايه به پر عراق باندي وسله والي الوتني کوي.

پراخ ملاتړ

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځني ختيځ کي دئ، څو د اسلامي دولت ډلي پرضد ائتلاف جوړولو کوښښ گړندی کړي. هغه په تيرو ورځو کي عراق، اردن، سعودي عربستان، ترکيې او مصر ته سفرونه کړي دي.

په داسي حال کي چي انقرې په دې برخه کي ځان پرشا کړی او پر نورو سربيره ئې د امريکايي ځواکونو او د هغوی د متحدانو په اختيار کي د خپلو هوايي ډکرونو له ورکولو څخه ډډه کړې ده، د عربي ټولني رئيس نبيل العربي، بيا په قاهره کي جان کيري ته د ملاقات پرمهال د ملاتړ ډاډ ورکړی دئ.

تر دې دمخه د سعودي په پلازمېنه جده کي شاوخوا لسو عربي هيوادونو ويلي ول چي له اسلامي دولت ډلي سره مبارزې ته تيار دي او پرضد ئې د پوځي عملياتو ملاتړ کوي.

د امريکا د ستراتيژۍ تائيد

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د شنبې په ورځ په خپله راډيويي وينا کي د هغي ستراتيژۍ چي له مخي ئې په عراق کي د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي بمبارۍ کيږي او په سيمه کي عراقي ځواک ته روزنه ورکول کيږي، دفاع وکړه.

د سوريې په کورنۍ جگړه کي تقويه سوي ډلي اسلامي دولت چي په جون مياشت کي ئې د عراق د کردانو مېشت ښار موصل ونيو، په دغه هيواد کي ئې خونړی پرمختگ وکړ.

دغي ډلي بيا په جولای مياشت کي د دواړو عربي هيوادونو په هغو سيمو کي چي د دوی تر کنترول لاندي دي «خلافت» اعلان کړ. په دغه ډله کي د اروپا او امريکا افراطيان هم جنگيږي.