استراليا نور کډوال نه غواړي
۱۳۹۲ تیر ۲۸, جمعهتر دې وروسته هغه خلک چي استراليا ته د کښتيو له لاري رسېدلي وي د پاتېدو هيڅ اجازه نه لري. د استراليا لومړي وزير کيوين روود، د نوي پاپوا گينه هيواد له لومړي وزير پيطر اونيل سره داسي يو سند لاسلیک کړ چي له مخي به ئې ټول هغه کسان چي دغه هيواد ته بې اجازې داخليږي سمدلاسه د پاپواگينه ټاپو ته استوي.
د استراليا لومړي وزير روود وويل هغه کسان چي په استراليا کي د پنا غوښتلو په موخه د اوبو له لاري لومړی د دغه هيواد د کريسمس ټاپو ته رسيږي سمدلاسه به د پاپوا گينه هيواد د مانوس په ټاپو کي د نوم ثبتولو کمپ ته لېږل کيږي او هلته به تر څېړنو وروسته بیا امکان لري چي د نوي پاپوا گينه هیواد ته ولېږل سي.
د روود په خبره په دې اقدام سره کيدای سي په اصطلاح د هغو «اقتصادي مهاجرو» د راتگ مخه ونیوله سي چي د اندوزيزيا د اوبو له لاري د استراليا پر لور په کوچنيو کښتيو کي خطرناک سفرونه کوي.
هغه زیاته کړه پر دې سربيره د استراليا اوسېدونکو ډير داسي څه وليدل چي د انساني چاقبرو له لاسه څرنگه د پنا غوښتلو په موخه ډير مهاجر په اوبو کي غرق سول.
د کريسمس ټاپو د هغو خلکو له پاره چي غاوړي په استراليا کي سياسي پنا واخلي لومړی امکان دی چي د دغه هيواد په خاوره کي پل کښېږدي. دغه ټاپو د استراليا د فيستلند سيمي په ۱۵۰۰ کيلومترۍ او د اندونيزيا په ۳۵۰ کيلومترۍ کي پروت دئ. په تيرو وختونو کي له اندونيزيا څخه استراليا ته د اوبو له خطر د کوچنیو کښتيو د ډوبېدو له کبله په سوو غير قانوني مهاجر غرق سوي دي.
د استراليا د سمندري ځواکونو په خبره يوازي دوې ورځي دمخه د هند په سمندر کي د کډوالو په يوه کښتۍ کي څلور تنه مهاجر غرق سول او پاته ۱۱۴ تنه وژغورل سول. دغي کب نيونکي کښتي له اندونيزيا څخه د استراليا د کريسمس ټاپو پر لور حرکت کړی وو.
د روان کال له پيل راهيسي استراليا ته نزدې ۱۵۰۰۰ پناغوښتونکي رسېدلي دي چي د دې ډلي د يو پر دريمي ډيره برخه ايراني وگړي دي.