استراليا د افغاني پناه غوښتونکو د شړلو پريکړه وکړه
۱۳۸۹ دی ۲۸, سهشنبهموافقه د دوشنبې په ورځ د استراليا د کډوالو د چارو وزيرکريس بوين او د نوموړي افغاني سيال جماهير انوري او ملګرو ملتونو د عالي کمشنري ترمنځ لاسليک سوې ده.
ددې موافقي په اساس به د استراليا هيواد کولای سي چي هغه مهاجر چي په دغه هيواد کي قبول سوي نه دي افغانستان ته په ستنيدو مجبوره کړي.
تر اوسه هيڅ يو افغان مهاجر په زوره د استراليا څخه په ستنيدو نه دي مجبور سوی. يوازي دري تنه افغان پناه غوښتونکي چي د خطرونو په ګاللو سره يي ځانونه استراليا ته رسولي وه په خپله خوښه بيرته هيواد ته ستانه سول.
د استراليا د مهاجرو د چارو وزير همدارنګه د زړو بيړيو په واسطه د خطرناکو سفرونو او د انساني قاچاقبرانو په اړه خبرداری ورکړ او ويي ويل :« اوس موږ ډير څه لرو چي ووايو ، موږ کولای سو تاسي بيرته ستانه کړو، او په هغه صورت کي چي تاسي د شرايطو برابر پناه غوښتونکي و نه اوسي، تاسي به افغانستان ته بيرته ستنوو.»
د 2008 کال راهيسي شاوخوا 4300 افغان مهاجر د کب نيونکو زړو بيړيو په واسطه د اسيايي هيوادونو څخه په تيريدو ځانونه استراليا ته رسولي دي.
په افغانستان کي ورځ تر بلي ستونزو په ډيريدو او په اروپايي هيوادونو کي د قبولی د نه ورکولو له امله پناه غوښتونکو استراليا ته مخه کړې ده. خو دغه لاره هر وخت د ستونزو او خطرونو سره ملګرې ده.
د استراليا د مهاجرينو وزير ويلي دي چي يو کال دمخه د افغان پناه غوښتونکو لپاره په استراليا کي د قبولي چانس زيات وو. خو د افغانستان د وضع د څيړني څخه وروسته دا ډول پريکړه وسوه.
کريس بوين وويل: په روان وخت کي 2700 افغان پناهغوښتونکي د استراليا په کمپونو کي ژوند کوي چي ددې جملي څخه د 723 مهاجرو د پناه غوښنتي لومړنۍ دوسيې رد سوي او دغه راز د دوهمي دورې مهاجرو د درخواستيو څخه 49 نوري هم رد سوي دي.
د استراليا هيواد د ستري محکمې د پريکړي په اساس هغه مهاجر چي فکر کوي چي د پناه ورکونۍ په برخه کي ورسره عدالت نه دی سوی کولای سي چي د استيناف غوښتونکي سي.
کريس بوين وويل د استراليا او افغانستان دغه موافقه د هغه چا دپاره يو پيغام دی چي غواړي دغه ډير مصرفي او خطرناکه لاره د دوهم وار لپاره ووهي.
کريس بوين زياته کړه: « که چيري تاسي د پناه غوښتونکو پر شرايطو نه ياست برابر دوهم ځل يې هڅه مه کوی.»
د هغه په خبره استراليا ته د رسيدو د پاره ۲۰ زره استراليايي ډالره مصرفيږي او خپل ژوند د اندونيزيا او استراليا په بحر کي د خطرونو سره مخامخ کوی په پای کي بيرته هلته ناست وي چي حرکت يې کړی وي.
عارف فرهمند/ شمس الرحمن
کتونکی: نجيب الله زيارمل