«اساسي قانون راته مهم دی، څکه چي...»
د هغو کسانو له پاره چې په آلمان کې نه وي را لوی شوي، د دې هیواد اساسي قانون یوه نوې پدیده ده. هغه مهاجر چې په دې وروستیو کې آلمان ته راغلي، په دې هکله څه فکر کوي؟
لیلا الدکهل الله، سوریه
«د آلمان اساسي قانون له دې امله ماته مهم دی چې په هغه کې د یو مهاجر په توګه زموږ قوانین لیکل شوي دي او په آلمان کې دغه حقوقو ډیر د احترام وړ دي. زه ۱۸ کلنه يم او د سوریې د دمشق ښار اوسیدونکې یم. یو نیم کال مخکې له خپل مور او پلار او وروڼو سره یوځای مو آلمان ته پناه راوړه. هغه امنیت چې دغه هیواد او د دې هیواد اساسي قانون ماته راکړی، زما له پاره ډیر ارزښت لري.»
آرش فلاحي، ایران
«ما د آلمان اساسي قانون دلته په آلمان کې د ادغام په کورس کې زده کړ. هغه څه چې زما له پاره ډیر د احساس وړ دي هغه دا دي چې په دې قانون کې د ماشومانو حقونو ته ځانګړې پاملرنه شوې، ټول انسانان مساوي حقوق لري او بله دا چې په دې قانون کې ټولو مذهبونو او دینونو ته درناوی کیږي. د هغو کسانو له پاره چې له دکتاتورو هیوادونو څخه راځي، دا څه ډیر جالب دي.»
آرزو نایبي، افغانستان
«په آلمان کې ديموکراسي او د ټولو انسانانو له پاره مساوي حقوق موجود دي. دا له افغانستان سره ډیر توپیر لري. ځکه چې هلته نارينه او ښځي مساوي حقوق نه لري. په هغه هیواد کې موږ میرمنې نه شو کولای چې تحصل، زده کړه او یا هم کار وکړو. زه د اساسي قانون په هکله ډیره نه پوهیږم ځکه له یوه بل فرهنګ څخه دلته راغلې یم. خو د ټولو انسانانو له پاره مساوي حقوق، دا یو ډیر ښه کار دی.»
حمودي السنکي، عراق
«هر انسان خپل کرامت لري چې هیڅوک هم نه شي کولای هغه ترې واخلي. د آلمان اساسي قانون د دې له پاره ماته مهم دی چې په دې قانون کې لیکل شوي: د انسان حیثیت او کرامت د تخطي وړ نه دی. زما له پاره د آزادۍ حق، دیني آزادي، د عقیدې او ژوند آزادي له هر ډول تحمل پرته ماته ډیر مهم دي. د دې ټولو اصلي شرط دا دی چې د نور خلکو آزادۍ او خپلواکۍ ته زیان ونه رسیږي.»
خورشید خالد، سوریه
«د آلمان د اساسي قانون له پاره ټول یو برابر حقوق لري. په هغه هیواد کې چې زه ترې راغلې یم، داسې نه ده. هلته افسران او جاسوسان تر قانون پورته دي. ښځي او نارینه هم یو برابر نه دي. د دې اساسي قانون لومړی ماده په ځانګړې ډول ماته ډیره مهمه ده. د سوریې د انقلاب په پیل کې خلکو د کرامت او خپلواکۍ غوښتنه کوله. دا هغه څه دي چې تر دې ټولو مخکې په ۱۹۴۹م کال کې د آلمان په اساسي قانون کې لیکل شوي دي.»
اهاب سرور، سوریه.
«د آلمان اساسي قانون ما ته له دې امله ډیر مهم دی چې زما آزادي او حقوق پکې تضمین شوي دي. د دې قانون تر سیورې لاندې د هر قوم، هر دین او هر فرهنګ وګړي کولای شي چې په یوه سوله ايز چاپیریال کې په ګډه ژوند وکړي. زما له پاره دا هم مهمه ده چې د آلمان قانون د دې خبرې تضمین هم کوي چې هیڅوک تر قانون پورته نه دي.»