1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان - قرغزستان

AFPE۱۳۸۸ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د فرانسپرس آژانس د يوه رپوټ له مخې ازبکستان د روسيې پر دې پلان باندې سخت خفه شوی، چې غواړي په قرغزستان کې زيات ځواکونه واچوي

https://p.dw.com/p/J40r
د روسيې اولسمشر دمتري ميدويدوف
د روسيې اولسمشر دمتري ميدويدوفانځور: AP

فرانسپرس آژانس په خپل يوه پروني رپوټ کې ليکي، ازبکستان د روسيې پر دې پلان باندې سخته نيوکه کړې، چې غواړي د دوی په گاونډي هېواد قرغزستان کې اضافگي ځواکونه واچوي. دا کار د هغه تړون له مخې کېدونکی دئ، چې د مسکو او د پخوانۍ شوروي روسيې له تر ټولو گڼ نفوسه د مرکزي آسيا ايالت سره شوی.

د ازبکستان د بهرنيو چارو د وزارت خبري څانگې جهان Jahon په خپله يوه د دوشنبې د ورځې ابلاغيه کې راوړي، په قرغزستان کې به د دې ځواکونو ځای پرځای کونه، په سيمه کې د بې ثباته کوونکې نظامي پراختيا سبب شي.

بشکيک - قرغزستان
بشکيک - قرغزستانانځور: AP

د ازبکستان او قرغزستان په شريکو پولو کې د روسي عسکرو د اچولو تړون تېره اونۍ لاسليک شو

تېره اونۍ د روسيې مشر دمتري ميدويدوف له خپل قرغزي سيال قورمان بيک باقي يوف سره دا تړون لاسليک کړ، چې له ازباکستان سره به د قرغزستان په شريکه پوله کې دغومره روسي عسکر اچوي، کوم به چې په پلي تگ سره يو بل ته رسېدلی شي.

جهان په خپله انټرنيټي پاڼه کې خپرې شوې ابلاغيه کې زياته کړې: د داسې يوې پروژې عملي کونه به د نظامي کونې د پروسې په پياوړتيا کې مرسته کوي.

وړاندې زياتوي، دا حرکت به زياد شمېر ملي کشالو سبب شي او هم به د بنسټ پاله تندلارو فعالتونه مضبوط کړي، کوم به چې بيا په هغه لويه سيمه کې حالات سخت څپڅپانده کاندي.

دا اعلان د ازبکستان له پياوړي مشر اسلام کريموف څخه، د روسيې له دې وړانديز سره د ناخوښۍ وروستۍ نخښه ده، چې غواړي د قرغستان په سهيلي ښار اوش کې پر خپل شريک سرحد باندې يوه هډه جوړه کړي.

له مسکو سره د ازبکستان اړيکې په دې وروستيو ځکه خرابې شوې، چې له امريکې سره د نږدېوالې کوشش کوي

په دې هډه کې به نوي وړانديز شوي د گړندي غبرگون ځواکونه ځای پر ځای کيږي. دا ځواکونه د يوځايي امنيت د تړون پر غړو هېوادونو پورې اړه لري. دا ډله د مسکو تر اداره لاندې د پخوانو شوروي ايالتونو څخه جوړيږي.

اگر چې د دې ځواکونو جوړېدنه، کوم به چې د CORF يعنې Collective Operational Reaction Forces په نامه ياديږي او د جون په ١٤ نېټه روغه جوړه پرې وشوه، له يو لړ ستونځو سره مخامخ ده.

روسيه اوس هم په قرغزستان کې له پلازمېنې بشکيک څخه بهر د Kant په نامه نظامي هډه لري.

قرغزستان د جون په مياشت کې ومنله، چې امريکايي ځواکونه هم له بشکيک نه بهر د مناس په هډه کې پاتې کېدلی شي، تر څو په افغانستان کې له خپلو عملياتو څخه ملاتړ وکوي. له دې سره قرغزستان خپله هغه مخکينی پرېکړه بېرته واخيسه، چې د مسکو پر مخ د گذار په سترگه ورته کتل کېدل.

فرانسپرس/ عارف وردگ

کتونکی/ زيارمل