ازبکستان، افغان حکومت او طالبان مستقیمو خبرو ته دعوت کړي
۱۳۹۷ خرداد ۲۹, سهشنبهطالبانو په غیر منتظره ډول سره د اختر په درو ورځو کي اوربند اعلان کړ، خو ویلي یې ول، چي پر خارجي قواوو به خپلو حملو ته ادامه ورکړي.
د طالبانو له خوا داعلان سوي اوربند دغه مهلت د حکومت د اته ورځني اوربند سره مصادف او پریوه وخت سو.
د ازبکستان خارجه وزیر ویلي دي: «ازبکستان هیله مند دی چي اوربند د ېوې نامعلومي مودې له پاره تمدید سي.» دغه هیواد په سیمه کي خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه ډیر کړي او په مارچ میاشت کي یې د افغانستان د سولي کنفرانس رابللی وو.
که څه هم طالبانو په دغه کنفرانس کي برخه وانه خیستله، خو د ازبکستان خارجه وزارت اعلان وکړ چي له هغو سره یې ارتباط ساتلئ او د طالبان د لوړ پوړو غړو سره یې لیدلي دي.
د دغه وزات په یوه اعلامیه کي چي پرون دوشنبه ورځ ناوخته خپره سوه، راغلي دي: «خارجه وزارت ټینگار کوي، چي د سولي د پروسې په هره مرحله کي حاضر دی، د افغانستان د حکومت او طالبانو غورځنگ تر منځ د مستقیمو خبرو اترو په خاطر د ازبکستان په خاوره کي ټوله لازم شرایط اماده کړي.»
ازبکستان غواړي نړیوالو ته خپل ښه تصویر وړاندي کړي. جمهوررئيس شوکت میرضیایف، داسي یو کمپاین پيل کړی دی چي غواړي له مخي يې دغه ۳۲ ميلیوني هیواد د نړیوالو پرمخ خلاص کړي او پسله څو لسیزو انزوا او رکود څخه خارجي سرمایه گذارۍ دغه هیواد ته راجذب کړي.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.12.2016 )