1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي ټولنه ۶۰ زره مهاجر پر غړو هیوادونو ويشي

Bettina Meier۱۳۹۴ تیر ۵, جمعه

د اروپايي ټولني غړو هيوادونو مشران په بروکسل کي پر دې سره سلا شوي چې په راتلونکو دوو کلونو کې نزدې ۶۰ زره مهاجر بايد د دغي ټولني د نورو هیوادونو له خوا ومنل شي.

https://p.dw.com/p/1Fo26
انځور: picture-alliance/dpa

په دغه ډله کې د هغو ۴۰ زره کډوالو د ویش موضوع هم شامله ده چې په ایټاليا او یونان کې دي. د مدیتراني سمندر له لاري کډوال په لومړي سر کې همدغو دواړو هیوادونو ته رسیږي.

پاتې نور۲۰ زره کډوال تر اروپا دباندي دي چې باید اروپایي ټولني ته راشي، د بیلگې په توگه د کورنیو جگړو له کبله خپلو اصلي ټاټوبو پریښوولو ته اړ شوي. په دې هکله د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل وویل: «تر ټولو ښه خبر دا دی چې ټاکلي هدف ته د رسیدو له پاره ټول اړخونه د مکلفیت احساس کوې چې له دغو شپیتو زرو کسانو سره مرسته وکړي، په لومړي سر کې زه دا یو مثبت پیغام گڼم.»

خو هغه هیوادونه لکه ایټالیا او یونان چې د کډوالو د بوج تر اغېز لاندي دي، د غونډي د پایلې په هکله خوشحاله نه ول، دا ځکه چې د کډوالو منل یوازي په داوطلبانه توگه دي.

دا په دې معنې چې د کډوالو د منلو الزامي سهمیه لکه څرنگه چې یې د اروپایي ټولني کمېسیون غوښتنه کړې ده په اتوماتیک ډول نه پلې کیږي. په دې هکله د اروپایي ټولني کمېسیون مشر ژان کلاود یونکر وويل:

«د اروپايي ټولني کمېسیون، غړو هیوادونو ته د الزامي سهیمې قواعد د یوه قانون له پاره مسوده وړاندي کړه. موږ هغه بیرته نه اخلو او په دې هکله به په راتلونکي کې هم بحثونه وشي.»

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشر هم پر دې موضوع داسې نهیلي څرگنده کړه لکه د ایټاليا لومړي وزیر متیو رینڅي. څارونکو ويلي دي چې د ایټاليا او هغو هیوادونو لکه پولنډ، سلواکیا او د بالکان ځیني هیوادونه چې د کډوالو د ویش د الزامې سهمیې مخالف دي تر منځ تاوده بحثونه راپورته شوي دي.

د دیپلوماتانو د وینا له مخې د ایټالې د حکومت مشر متیو رینڅي په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «که چیرې د اروپا په هکله تاسی داسی فکر کوی، نو بیا هغه له ځانه سره ساتلای شئ.»

په دې هکله رپوټونه گنې چې د کډوالو د موضوع په هکله د اروپایي ټولنې د کمېسیون د مشر یونکر او همداشان د اروپا د اتحادیی د شورا د مشر دونلد توسک، تر منځ هم شخړه رامنځ ته شوې. خو دواړو په گډ خبري کنفرانس کې دا ا ختلاف خبره رد کړه.