1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایان جنسي آزار څه ته وايي؟

۱۳۹۶ آبان ۲۲, دوشنبه

ایا یوه جنسي ټوکه، جنسي آزار دی؟ او یا جنسي آزار هغه دی چې یو څوک د یو بل کس پر کوناټي لاس ووهي. یوه څیړنه ښيي چې د دې موضوع په اړه تحمل له یوې سیمي تر بلي پوري توپیر لري.

https://p.dw.com/p/2nWPQ
Chef und Mitarbeiter
انځور: picture alliance/dpa/A. Warnecke

جنسي آزار بیلا بیل ډولونه لري. کیدای شي دا د یوې ادارې د رئيس له خوا خپل یوه کارمند او یا هم کارمندې ته د غاړي یو نامناسب مساژ وي. او یا هم یوه کارمنده پر کوناټي په لاس وهل او یا هم د هغې پر ملا لاس تيرول وي. که یو نارینه خپلي همکاري ته بربنډ فلمونه وښيي، نو ځيني کسان دا کار جنسي آزار بولي. خو په هغه صورت کې څه کیږي چې که یو نارینه له زړه د خپلي یوې همکاري د تنګو جامو ستاینه وکړي؟

په امریکا متحدو ایالاتو کې د فلم جوړونکي هاروي واینستین قضیې، چې په ترڅ کې یې څو ښځو ته په جنسي آزار رسولو تورن شوی، د خلکو سترګې د هغو نارینه و د کړو وړو په هکله پرانیستلې چې په دوامراده توګه له ښځو سره داسې برخورد کوي چې د منلو وړ نه دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د #MeToo هشتګ، وښودله چې په نړیوۍ کي ډيري ښځې له جنسې آزار سره مخامخ دي. په دې کمپاین کې د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه ښځو له همدې هشتګ سره هغه کیسې وکړې چې دوی پکښې له جنسي آزار سره مخامخ شوي دي. خو منتقدین وایي چې په ځینو مواردو کې روښانه نه وه چې کومې موضوعګانې جنسي آزار بلل کیدې.

دا ځکه چې د ښځو او نارينه وو په برخه کي د جنسي آزار له مفهوم څخه برداشت د نړۍ په بیلابیلو برخو کې سره ډیر توپیر لري. داسې کیدای شي چې ځيني کسان یو کار یوازې ستاینه وبلي، یو شمیر نور بیا هغه جنسي آزار یا تر سرې کرښې د تیریدو په توګه یاده کړي. همدا موضوع په یوه وروستۍ سروې کې چې په اوو اروپايي هیوادونو کې ترسره شوې ده، په ډاګه شوې.

د «یو ګوف» یا YouGov د سروې شرکت په آلمان، بریتانیا، فرانسې، ډنمارک، سويډن، فنلند او ناروې کې له ښځو او نارینه وو څخه د دې موضوع په اړه پوښتني کړي دي. له ۸۵۰۰ پوښتل شويو کسانو څخه غوښتل شوي ول چې بیلابیل وضعیتونه و آرزوي: د بیلګې په توګه یو نارینه یوې ښځې ته شپېلک کوي، د نڅا پر مهال پر یوي ښځي ځان موږي او یا هم هغې ته خپل تناسلي اله ښيي.

پر یو چا له رضایت پرته ځان سولول: د اروپا په ټولو برخو کې د منلو وړ نه دي

د اروپا په ټولو برخو کې نزدې ټول کسان په دې نظر دي چې که یو کس د ښځې له لمن لاندي انځور واخلي او یا هم له هغې څخه جنسي خواهشات وکړي، نو دا جنسي آزار دی. د یوې ښځي کوناټي ته لاس وروړل په ټوله اروپا کې جنسي آزار بلل کیږي. داسې ښکاري چې آلمانیان بیا د جنسي آزار موضوع پر وړاندي د نورو په پرتله یو څخه ډیر زغم لري.

دا په دې معنی چې د پوښتل شویو کسانو له ډلې څخه، د هرو درو کسانو په منځ کې یوازي یو یې په دې نظر دی چې د جنسي اړیکو په اړه ټوکې، تر یوه حده جنسي آزار دی. دا په داسې حال کې ده چې په بریتانیا کې۶۷ سلنه کسان بیا د دغه شان څرګندونو له کبله آزاریږي. ډیری بریتانوۍ ښځي بیا په دې نظر هم دي چې که یو نارینه د هغوی ګریوان ته اوږده موده وګورې، دا د منلو وړ خبره نه ده.

فرانسویان آن له سترګه وهلو سره ستونزه لري. د هغوی له ډلې څه هر څلورم کس په دې نظر دی چې سترګه وهل جنسي آزار بلل کیدای شي. ۱۶سلنه فرانسویان خو بیا آن دا هم یوه نامناسبه خبره بولي چې یو کس هغوی د یوې عاشقانه رابطې د پیلولو په نیت دعوت کړي.

په اروپايي ټولنه کې هره دویمه ښځه له جنسي آزار سره مخامخ شوې

خو په اروپا کې وضعیت څرنګه دی؟ جوآنا ګوودي، چې په ۲۰۱۴م کال کې یې په اروپا کي د اروپايي ټولنې د اساسي حقونو د ادارې د څیړنې مشري پر غاړه لرله، وایي: «یوه اساسي موضوع چې اوس پرې موږ پوه شوي یو دا ده چې د جنسي آزار موضوع په ټولو سیمو کې رامنځ ته شوې ده.»

په دې څیړنه کې راغلي دي چې د اروپايي ټولنې نیمایي ښځي د خپل ژوند په یوه مرحله کې له جنسې آزار سره مخامخ شوي دي. ګوودي زیاتوي: «په اروپا کې له هرو پنځو ښځو څخه یوې یې ویلي دي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې د جنسي تیري له یوه ډول سره مخامخه شوې ده.»

هغې په خپله څیړنه کې د اروپايي ټولنې په ۲۸ غړو هیوادونو کې له ۴۲۰۰۰ ښځو څخه د نارینه وو د هغو اقداماتو په اړه پوښتنې کړې چې د هغوی له رضایته پرته ترسره شوې دي. پوښتني د جنسې آزار د ۱۱ معمولو ډولو پر اساس ترسره شوې دي چې پکښې له لمس کولو، په غیږ کې نیولو او مچولو څخه نیولې بیا د داسې ایملونو تر استولو پورې شامل دي چې پکښې نامناسبي موضوعګانې لیکلې شوي دي.

ایا په سويډن کې ښځې د بلغاريا په پرتله له ډیر جنسي آزار سره مخامخي دي؟

په سويډڼ کې۸۱ سنله ښځو ویلي دي چې هغوی له ۱۵کلنۍ راهیسې له یوه ډول نه یوه ډول جنسې آزار سره مخامخې شوي دي. په ډنمارک، هالنډ او فنلنډ کې هم دغه سلنه لوړه ده. په فرانسه کې له هرو څلورو ښځو څخه درې تنه یې له جنسي آزار سره مخامخي شوي دي. له بلې خوا بیا په بلغاریا کې یوازې ۲۴ سلنه ښځو ویلي دي چې په ژوند کې یې له جنسي آزار سره مخامخې شوې دي. په رومانیا او پولنډ کې هم دغه کچه ټیټه ده. په لومړی نظر کې توپیر د حیرانتیا خبره ده. ولي په سویلي او ختیځي اروپايي هیوادونو کې د ښځو د جنسي آزار کچه ټیټه ده؟

ګوودي د دې پوښتنې ځواب وايي: «موږ وموندله چې د اروپايي ټولني په یو شمیر غړو هیوادونو کې امکان شته چې ښځې دې له جنسي آزار سره مخامخ شوي وي، خو په اړه يې خبري نه کوي.»

هغه روښانوي چې د بیلګې په توګه په سويډن کې اوس دا یوه نورماله خبره ده چې یو څوک د جنسي آزار په اړه رپوټ ورکړي، خو د ختیځې اروپا په یو شمیر هیوادونو کې اوس هم په دې برخه کې ستونزي موجودي دي.

په اروپا کې جنسي آزار ته څرنګه جزا ورکول کیږي؟

په۲۰۱۱م کال کې د استانبول په کانوینسیون کې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه دی، د جنسي آزار په اړه په مشخص ډول بحث شوی دی. د دې کانوینسیون په ۴۰مه ماده کې راغلي دي: «هر هغه لفظي، غیر لفظي او یا فزیکي کړه وړه چې له رضایته پرته وي او جنسي طبیعت ولري او یوه کس د کس وقار ته د تاوان رسولو په نیت ترسره شي، د جزايي او یا قانوي» څیړنو وړ دی.

ډیری کارپوهان دا یو ډیر مهم پرمختګ او وضاحت بولي، خو بیا هم په ډیرو هیوادونو کې دغه څه په عمل کې نه پیاده کیږي.

منتقدین وايي چې په آلمان کې ډیره موده جنسي آزار ته اهمیت نه ورکول کید. یوازې په ۲۰۱۵م کال کې په کولن ښار کې د یو شمیر ښځو تر آزار وروسته، په دې اړه بحثونه تاوده شول. تر دې وروسته بیا په ۲۰۱۶م کال کې د المان د جنسي جرایمو په قانون کې اصلاحات راغلل او پکښې جنسي آزار یو جرم وبلل شو. اوس نو که یو کس په آلمان کې یو بل کس د هغه د خوښي پرخلاف د جنسي مقاصدو په نیت لمس کړي، تر دوو کلونو زندان او یا هم نقدي جریمي سره مخامخیدای شي.

په فرانسه کې بیا جنسي آزار ته دوه کاله بند او یا هم۳۰ زره یورو جریمه ورکول کیدای شي. که یو کس له خپل لوړ موقف څخه په استفادې سره خپل کارکوونکي جنسي آزار کړي، نو تر درې کاله زندان سره مخامخیدای شي.

زموږ له ارشيف څخه: