اروپايي ټولني او افغان حکومت د مهاجرو په اړه موافقې کړې
۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبهدغه هوکړه يوه ورځ مخکي له هغه کنفرانس څخه کيږي چي په بروکسل کي له افغانستان سره د مرسته کوونکو هيوادونو له خوا رابلل سوی دئ.
ددغي موافقې له مخي اروپايي اتحاديې نن اعلان وکړ چي افغانستان ژمنه کړې ده چي هغو افغان مهاجرو ته به د يوې مياشتي په موده کي د سفر اسناد برابروي چي په اروپا کي د پاتېدو چانس نه لري.
د دغو مهاجرو د بيرته تگ لگښت اروپايي ټولنه پر غاړه اخلي. په پام کي ده چي د چهارشنبې په ورځ له افغانستان سره د نړيوالو مرستو ستر کنفرانس چي د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي جوړيږي، اروپايي اتحاديه به له افغانستان سره تر ۲۰۲۰م کاله پوري له کاله د ۱،۱ ميليارد ډالرو مرستو ژمنه وکړي.
افغان چارواکو تر دې مخکي ويلي ول چي په اروپا کي د مېشتو افغان مهاجرو په اړه به د بروکسل تر کنفرانس مخکي له اروپايي ټولني سره يوې موافقې ته ورسيږي.
جرمني تر دې دمخه لا ويلي ول چي له افغان چارواکو سره داسي يوې موافقې ته سره نژدې سوي دي چي له مخي به ئې هغه افغان مهاجر چي په جرمني کي د پاتېدو چانس نه لري بيرته افغانستان ته ستانه کړي.
دوي ويلي دي چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي پکښې امنيت خوندي دی او مهاجر کولای سي چي دغو سیمو ته ستانه سي.
اروپا ته مهاجرت