1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانه کې د اروپایي ټولنې پوځي ماموریت

مسعود جهش (AFP, dpa, epd)۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

په تیرو ۱۸ میاشتو کې په زرونو انسانان اروپا ته د راتلو په هڅه کې وژل شوي دي. اروپايي ټولنه اوس غواړي هغه پلان تصویب کړي چه له مخې يې د انسانانو د قاچاق د مخنوي له پاره سمندري عملیات پراخیږي.

https://p.dw.com/p/1FRE7
انځور: Reuters/I. Zitouny

د اروپايي ټولنې د بهرنیو او دفاعي چارو وزیران به د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې سره وویني ترڅو دغه نوی ماموریت نهایي کړي. د دې مارموریت په ترڅ کې به د اروپایي ټولنې سمندري ځواکونه د مدیترانې په سمندرگي کې د انسانانو له قاچاق سره مبارزه وکړي.

په پام کې ده چې ماموریت د جون په میاشت کې پیل شي او په ترڅ کې به یې د لیبیا سواحلو ته نزدې کښتۍ او استخباراتي الوتکې وکارول شي. د مدیترانې په سمندر کې د کډوالو ډیرې ډوبې شوې کښتۍ د همدې هیواد له ساحل څخه د اروپا پر لور ځوځیدلې دي.

تر غونډې مخکې د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین، وویل چې لومړیتوب له سمندر څخه د هغو کډوالو ژغورل دي چې له ګواښ سره مخامخ وي. هغې وویل چې هیله لري د دوشنبې د ورځي په غونډه کې به په دې برخه کې پرمختګ وشي.

اروپايي ټولنه غواړي چې د انسانانو د قاچاق وړونکو پلانونه شنډ کړي او په ډیرو بدو شرایطو کې سمندر ته د هغوی له خوا د انسانو د لیږدولو مخه ونیسي. خو که اروپايي ټولنه له دې پلان څخه پوځي ملاتړ و نه کړي، نو د طرحی تصویبول به کومه معنی و نه لري ځکه چې په هغه کې کاریدونکي ډیری تجهیزات پوځي دي.

دغه پلان په آلمان کې هم له یو څه مخالفت سره مخامخ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس هم آلمانۍ کښتۍ له سمندر څخه د کډوالو په ژغورنه بوختې دي. یو شمیر آلماني سیاستوال وايي چې د دې پلان له عملي کیدو سره اروپا ته د کډوالو د راتګ ستونزه په اساسي توګه نه حلیږي. له بلې خوا د آلمان زرغون ګوند وایي چې د پوځي منابعو له خوا د دغو عملیاتو پلي کول یو ښه انتخاب نه دی.

په تیرو ۱۸ میاشتو کې له ۵۰۰۰ څخه ډیرو کسانو چې هڅه یې کوله د اوبو له لارې ځانونه د اروپايي ټولنې هیوادونو ته راورسوي، په سمندر کې وژل شوي دي. دغه قربانیان چې ډیر شمیر یې سوریایان دي، د قاچاق وړونکو له خوا په وړو کښتیو کې ځای پر ځای کیږي، خو ډیر وخت د هغوی کښتۍ چې وړوکې او زړې هم وي، هدف تر رسیدو مخکې په اوبو کې غرقیږي.

د اروپایي ټولنې له خوا د نويو پیلیدونکو عملیاتو نوم به EU Navfor Med وي چې مرکز به یې د ایټالیا په روم ښار کې و‎ي. د هسپانیې، ایټالیې، آلمان، فرانسې او بریتانیا په ګډون ډیر شمیر اروپایي هیوادونو ژمنه کړې ده چې په دغه ماموریت کې د ګډون له پاره به مدیترانې ته کښتۍ واستوي.