1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له فلسطينيانو سره مرسته کوي

۱۳۹۱ آبان ۷, یکشنبه

کارپوهان وايي، چي د فلسطين خپلواکه اداره به له بهرنيو پيسو او مرستو پرته له منځه ولاړه سي. د دوی مهم تمويلونکی اروپايي ټولنه ده، خو بيا هم پر فلسطينيانو باندي د اروپايانو تاثير لږ دﺉ.

https://p.dw.com/p/16YPq
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپايانو وړانديز له ځانه سره اميدونه لري: «تاسي وسلې پر مځکه کښيږدی، موز به ﺉې په مقابل کي ستاسي سره د دولت په جوړولو کي مرسته وکړو.» فلسطينيان بايد پوه سي چي دوی د وسله وال جنګ له ختميدو څخه اقتصادي ګټه هم په لاس راوړي.

تقريباً هر وخت داسي وي چي هغه څوک چي اقتصادي وضعيت ﺉې ښه وي او پيسې ولري، له جنګ سره علاقه مندي نه لري. خو اقتصادي کومکونه هم دوامداره نه دي. د هامبورګ پوهنتون د سولي د تحقيقاتو او امنيتي سياست د څانګي د منځني ختيځ کارپوهه مارګريت يوهانسن له فلسطينيانو سره د اروپايي کومکو اساسي پرنسيپ «سوله د ارامۍ اوهوسايني له لاري» بولي.

په ۱۹۹۳ کال کي د هغه وخت د اسراﺉيلو صدراعظم اسحق رابين او د فلسطينيانو مشر ياسر عرفات په اوسلو کي د سولي تړون لاسليک کړ. دغي موافقې د فلسطيني دولت د جوړيدو بنسټ کښيښود. په دې منځ کي رابين او عرفات دواړه مړه دي او د فلسطينيانو د يوه خپلواک دولت جوړيدل تر پخوا هم مشکل سوی او ليري سوی دﺉ. د اروپايي ټولني پر ميليارډو مرستو سربيره ډير لږ عام خلګ په سوله کي ژوند کوي.

يوهانسن وايي چي د سولي د پروسې له پيلېدو سره د فلسطيني سيمو اقتصاد ډير خراب سو. د اسراﺉيلو او فلسطينيانو تر منځ اقتصادي اړيکي نه يوازي ښه نه سوې، بلکي خرابي هم سوې. په ځانګړې توګه د غزې په تراډه کي چي د اسراﺉيلو له خوا کاملأ محاصره سوې ده. غزې ته بايد اکثره مالونه له مصر څخه د تونلو له لاري غزې ته تير سي. له غزې څخه د مالونو ترانسپورتول او صادرول خو اصلاً مشکل دي. ډير زيات فلسطينيان بېکاره دي.

يوهانسن وايي، چي له بلي خوا د لوېديځ اردن اقتصاد، چي د الفتح سازمان له خوا رهبري کيږي، په تيرو څو کلو کي وده کړې ده، خو دغه وده دوامداره نه ده. دوی ته پيسې يوازي له دباندي څخه راځي. له دغو پيسو او مرستو پرته به لوېديځ اردن په دې و نه توانيږي چي خپلو وګړو ته ښه اقتصادي راتلونکې جوړه کړي.

يوهانسن وايي چي ډيرمالونه او حتی د عادي خلګو تګ راتګ د اسراﺉيلي پوستو له خوا توقف او نه پريښول کيږي.

د ميډيکو انټرنېشنل مرستندوی سازمان د منځني ختيځ کارپو تسافرير کوهين هم وايي چي د فلسطين خپلواک دولت به تر هغه پوري چي مرستي وررواني وي، دوام پيدا کړي او سقوط به و نه کړي. خو داچي دوی به پر دغو ډيرو پيسو سربيره سولي ته نژدې سوي وي، په اړه ﺉې شک موجود دﺉ.

يوهانسن وايي چي پر دغو ټولو خبرو او سولي ته پر نه نژدې کيدو سربيره اروپايي ټولني پر فلسطيني سيمو باندي مثبت تأثيرهم کړی دﺉ. مثلاً اروپايانو هلته د انتخاباتو ملاتړ کړی دﺉ، د اوبو کانالونه ﺉې جوړ کړي دي او يا ﺉې په لوېديځ اردن کي د پوليسو په جوړولو کي مرسته کړې ده.

خو يوهانسن او کوهين دواړه په دې نظر دي چي اروپايي ټولني د فلسطيني دولت د جوړولو له پاره لږ کار کړی دﺉ. دا چي اروپايي ټولنه د حماس په رهبرۍ د غزې په تراډه کي څه نه کوي، دا يوه غلطي ده. د فلسطينيانو جلاوالی غلطي ده. د فلسطين دواړي خواوي بايد سره يو سي او اروپايي ټولنه بايد د حماس سره ګډ کار وکړي.

نيلس/ محمد قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل