1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه دداخلي سرحدي کنټرول«تدریجي له منځه وړل» غواړي

۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبه

د جرمني د پلانونو پرخلاف،چي غواړي دخپلو سرحدونو کنټرول نور هم تمدید کړي،اوس د اروپايي ټولني سرمشریزه غواړي د څو شرقي هيوادو په غوښتنه داخلي سرحدي کنټرول په تدریجي ډول له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/2RUgM
Serbien Ungarn Verstärkerung der Grenzkontrollen
انځور: DW/L. Tomic

د پنجشنبه په ورځ(د اکتوبر میاشتي۲۰ نیټه» داروپايي ټولني سرمشریزي د شرقي اروپا د څو هيوادونو د فشار له کبله د سرمشریزي د وروستۍ اعلامیې په مسوده کي داخبره ونیوله،چي په تدریجي ډول به د پاته داخلي سرحدونو کنټرول له منځه یوسي. داهم پداسي حال کي ده، چي د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دې میزېر وختي لا اعلان کړی دی، چي د راتلونکي دوشنبه د ورځي څخه به دغه کنټرول بیا هم تمدید کړي .

د ډیپلوماټانو په حواله، په خاص ډول دوو دولتونو، یعني هنگري او سلوانیې د سرحدي کنټرول دژرترژره له منځه وړلو غوښتنه کړې ده. هغوی نور د مهاجرينو د بحران د ارامولو پخاطر د کنټرول ادامه ضروري  نه بولي. د مهاجرينو د بحران له کبله د جرمني، اطریش، ډنمارک ،سویډن او ناروي تر منځ په سرحدونو کي کنټرول اعتبار لري. د اروپايي ټولني کمیسارۍ دغه کنټرول ته د نومبر تر ۱۲ پوري اجازه ورکړې ده.

تر ټولو دمخه د هنگري حکومت د اطریش سره د سرحدي کنټرول د شدید کیدو څخه اندیښنه لري. ویانا غواړي د مهاجرينو د بحران له کبله د هنگري سره په سرحدونو کي هم کنټرول رامنځته کړي،چي داکار کیدای سي ددغه هیواد اقتصاد ته ډیر تاوانونه ورسوي. 

د ورته موضوع په هکله انځورونه زموږ له آرشیف څخه(24.02.2016)