1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا نور متحدین د تعرفو د معافیت غوښتنه کوي

۱۳۹۶ اسفند ۱۹, شنبه

ګڼ شمیر هیوادونو واشنګټن دې ته هڅولی چې د امریکا له لوري د فولادو او المونیم پر سر د وضع شوې تازه تعرفې څخه معافیت ترلاسه کړي. اروپايي ټولنې خو ان د متقابل اقدام خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/2u5Pl
US-Präsident Trump unterschreibt Strafzölle umringt von Stahlarbeitern
انځور: Reuters/Leah Millis

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۰مه) د امریکا متحده ایالاتو یو شمیر متحدینو لکه آسترالیا، جاپان او د اروپايي ټولنې ۲۸ نورو غړو هیوادونو له واشنګټن څخه غوښتي چې دوی ته د امریکا متحده ایالاتو له لوري د فولادو او المونیو د نویو وضع شوو تعرفو په برخه کې معافیت ورکړل شي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي چې په دې ترڅ کې به یوازې ریښتینې ملګري له دې تعرفې څخه معافیت ترلاسه کړي.

کله چې ولسمشر ترمپ د پنجشنبې په ورځ د نویو تعرفو پر سند لاسلیک کوو، ترمپ همدا راز وویل چې کاناډا او مکسیکو په دې تعرفو کې شامل نه دي. کاناډا تر ټولو ډیر فولاد د امریکا متحده ایالاتو ته صادروي. اوس ټاکل شوې چې دغه نوې وضع شوې تعرفې به د دوو اونیو په ترڅ کې عملي شي.

د شرکتونو له استازو سره د آلمان د صدراعظمې انګلامرکل تر ملاقات وروسته، مرکل وویل چې [د امریکا له لوري تعرفې] ښې نه دي. نوموړې همدا راز ویلي چې: «اوسمهال باید خبرې لومړیتوب ولري او ښه به دا وي چې موږ له دې څخه معافیت ترلاسه کړو.»

EU Gipfel Merkel mit Macron
انځور: Reuters/F. Lenoir

په عین حال کې د آلمان د اقتصاد وزیرې بریګیته زیپرس په دې هکله ویلي چې: «د سوداګرۍ دغه ملاتړ نږدې ملګرو ته لکه اروپايي ټولنې او آلمان بې اعتنايي ده او آزاده سوداګري محدودوي.»

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون بیا له ترمپ سره د تلیفوني خبرو په ترڅ کې ویلي چې «تازه ګمرکي تعرفې» سوداګریزه جګړه رامنځ ته کوي په کوم کې چې ټول ښکیل هیوادونه بایلونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې څو ځله د متقابل اقدام خبرداری ورکړی البته په هغه صورت کې چې که چیرته د امریکا د دغه اقدام له امله د فولادو صادرات هدف وګرځول شي. بل خوا د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی هم د [متقابل اقدام په توګه] په پام کې لري چې له متحده ایالاتو څخه واردیدونکي شاوخوا ۲۰۰ تولیدات هدف وګرځوي. د رپوټونو په حواله په دې امریکايي تولیداتو کې فولاد، خوراکي توکي، د نساجۍ تولیدات او الکولي مشروبات شامل دي.

«موږ متحدین یو نه دښمن»

د نویو تعرفو د سند د لاسلیک پرمهال ولسمشر ترمپ وویل چې: «مسلکي، ښه روزل شوې بشري قوه د امریکا د ملي امنیت له پاره ډیر مهم دي او باید ترې ساتنه وشي.» خو اروپايي چارواکي بیا د [ولسمشر ترمپ] له دې توجیه سره موافق نه دي.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مرستیال ژیرکي کتاینن په دې هکله ویلي چې: «موږ متحدین یو نه تهدید.» بل خوا د امریکا د خزانې وزیر ستیف مندوشین بیا وړاندیز کوي چې د ناټو غړي هیوادونه ممکن د تعرفو له لیست څه وایستل شي خو له دوی څخه به وغوښتل شي چې د [ناټو] د سازمان له پاره خپل مالي تعهد لا ډیر کړي. ولسمشر ترمپ تر دې مخکې د ناټو سازمان پر ګڼ شمیر غړو هیوادونو څو ځله له دې امله نیوکې کړي چې د خپلو داخلي خالصو عوایدو ۲ فیصده پیسې په دفاعي برخه کې نه مصرفوي.

Salzgitter AG Stahlproduktion
انځور: Getty Images/A. Koerner

بل لوري ته جاپان هم دغه څرګندونې رد کړي چې ګواکې د جاپان د فولادو صادرات د امریکا ملي امنیت ته ګواښ رامنځ ته کوي. جاپاني چارواکو ویلي چې دغه اقدام به ښايي د دواړو هیوادونو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو ډیر ناوړه اغیز پریږدي.

د چین د فولادو شرکتونه بیا د امریکا د ډبرو پر سکور د تعرفې لوړولو غوښتنه کوي. په سیول کې د جنوبي کوریا ویلي چې دوی به د د تعرفو له لیست څخه د معافیت غوښتنه وکړي او ښايي په دې هکله د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته هم شکایت وکړي البته په هغه صورت کې چې که چیرته د امریکا له لوري د دوی غوښتنه ونه منل شي.

په چین کې بیا د فولادو د تولید شرکتونه او د فوالادو ټولنې حکومت دې ته هڅولي چې د امریکا د اقدام پر وړاندې په متقابل اقدام لاس پورې کړې او د امریکا متحده ایالاتو د ډبرو سکاره په نخښه کړي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: