1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه تر ډېره د سرحدونو د کنټرول تياری نيسي

آژانسونه۱۳۹۴ بهمن ۷, چهارشنبه

اروپايي اتحاديه دې ته چمتو والی نيسي چي د څو کالو له پاره د دغه اتحاديې پر پولو کنټرول وسي. دا چمتو والی د پناه غوښتونکو د روان بحران له کبله نيول کيږي.

https://p.dw.com/p/1HkSj
انځور: picture alliance/AA/A. Kurucz

د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۵مه نېټه) د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د کورنيو چارو د وزيرانو غونډه وه. هغوی د اروپايي اتحاديې د کميسيون څخه وغوښته چي د اتحاديې پر هغه قانون له سره غور وکړي، چي له مخي يې د شينګن د تړون غړي صرف د دوو کالو پوري خپلي پولي کنټرولای سي. تر دغه څخه د زیات وخت له پاره هيڅ غړی اجازه نه لري چي کنټرول وکړي. په دغه لنډه مطلب کي هڅه کيږي چي اوسني قواعد شريح کړل سي.

د شينګن ساحه د څه ډول ګواښ سره مخامخ ده؟

د شينګن تړون ۲۶ اروپايي هيوادونو لاسليک کړی دی. د دغه تړون له مخي د دغو هيوادونو غړي بېله کنټرول څخه و نورو غړو هيوادونو ته سفر کولای سي. دا آزادي د تجارتي مالونو له پاره هم ده. دغه آزادي د دې لامل سوي چي د دغو هيوادونو تر منځ د ترافيکو جام او د مسافرو له پاره د اوږد انتظار موضوع د تيرو تقريبا شلو کالو راهيسي د ماضي برخه ګرځېدلې وه. د پولو دغه آزادي د غړو هيوادونو له پاره په اقتصادي توګه هم زياته ګټوره ده، ولي چي مالونه بېله ځنډه له يو هيواد څخه بل هيواد ته لېږدول کيږي. د اروپايي اتحاديې د کميسيون په وينا که د شينګن په تړون کي محدوديتونه راوستل سي، نو دا به غړو هيوادونو له پاره د ملياردونو يورو اقتصادي تاوان د ځان سره ولري. په دې وجه هم ولي چي د مالونو په لېږد کي به انتظار او ځنډ رامنځ ته سي او د تجارتي توکو د لېږد رالېږد په بهير کي به مشکلات رامنځ ته سي.

آلمان د کوم وخت راهيسي بېرته خپلي پولي کنټرولي؟

آلمان د تېر مېلادي کال د سپتامبر په ۱۳مه نېټه بېرته پر خپلو پولو کنټرول پېل کړ. آلمان د شينګن ساحې لومړی هيواد ؤ چي بېرته يې د پولو کنټرول پېل کړ. دا د هغه وروسته چي هره ورځ په زرهاؤ پناه غوښتونکو له اُتريش هيواد څخه و آلمان ته راتلل شروع کړل. د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د هغه راهيسي څو واري دغه کنټرول تمديد کړی دی. نوموړي د نوامبر به مياشت کي دغه کنټرول د درو مياشتو له پاره تمديد کړ. په دې توګه سره به دغه کنټرول د فرورۍ مياشتي ر ۱۳مې نيټي دوام وکړي.

د شينګن په ساحه کي څه وخت د پولو د کنټرول اجازه سته؟

د شينګن په ساحه په اصل کي د پولو کنټرول نسته او د تګ او راتګ آزادي ده. د سرحدونو کنټرول يوازي په استثنايي مواردو کي امکان لري. آلمان اوس في الحاله د شینګن د تړون د ۲۳ او ۲۴ مادې پر اساس د خپلو پولو کنټرول توجيه کوي. د دغو مادو له مخي يو غړی هيواد هغه وخت پر خپلو پولو کنټرول کولای سي، چي «کورني امنيت يا ثبات ته يې جدي ګواښ ور پېښ وي.» اروپايي کميسيون په داسي يو صورت کي د يو غړي هيواد له خوا د کنټرول پېلولو د فيصلې ارزيابي کوي چي ايا رامنځ ته سوی کنټرول د شته ګواښ په مقابله کي تناسبي دی او که نه.

د آلمان علاوه نور کوم هيوادونه خپلي پولي کنټرولوي؟

د شينګن ساحې د ۲۶ هيوادونو څخه في الحاله ۶ غړي هيوادونه داسي دي چي خپلي پولي کنټرولوي. د آلمان تر څنګ په دغو کي ډنمارک، اُتريش، سوېدن او د ناروې هيواد شامل دی. دغه پنځه هيوادونه پر خپلو پولو کنټرول د پناه غوښتونکو په بحران توجيه کوي. شپږم هيواد فرانسه بيا پر خپلو پولو کنټرول د نوامبر په ۱۳ په دغه هيواد کي په تر سره سوو ترهګرو بريدونو او د شته ترهګرۍ په ګواښ توجيه کوي.

په اوسنيو شرايطو کي تر کوم وخت پوري د کنټرول اجازه سته؟

د لومړيو دوو مياشتو وروسته صرف د نورو شپږو مياشتو پوري د کنټرول د تمديد اجازه سته. د اوسني قانون له مخي آلمان په دې توګه صرف د می مياشتي تر ۱۳مې نيټي پوري د شينګن د ساحې دننه پر خپلو پولو کنټرول کولای سي.

تر هغه څخه د زیات وخت تمديد له پاره کوم شرايط سته؟

تر يادې مودې د زیات وخت له پاره د کنټرول کول يوازي به هغه صورت کي توجيه کېدلای سي چي آلمان او نورو کنټرول کوونکي غړي هيوادونه د شينګن د تړون په ۲۶ ماده سره کنټرول توجيه کړي. دغه ماده تر دوو کالو پوري د پولو د کنټرول اجازه ورکوي. خو صرف په هغه صورت کي چي «د شينګن ساحې د بهرنيو پولو کنټرول په داسي اندازه په دوامداره توګه غېر کافي وي، چي له کبله يې د شينګن د ساحې فعاليت د ګواښ سره مخامخ وي.»

تر دوو کالو پوري د پولو د کنټرول غځول کوم شرايط لري؟

تر دوو کالو پوري يوازي په هغه صورت کي د شينګن ساحې غړی هيواد خپلي پولي کنټرولای سي، کله چي د اروپايي اتحاديې اړونده کميسيون په يو راپور کي دې نتيجې ته ورسيږي چي د شينګن بهرنۍ پولي سمي فعاله نه دي. دغه کميسیون په خپل دغه ډول راپور کي د ستونزو د هواري له پاره هم وړانديزونه کوي. هغه هيواد چي د شينګن د بهرنۍ پولي په ساتنه کي پاته راغلی وي، ورته د دغه حالت د ليري کولو له پاره د درو مياشتو وخت ورکول کيږي. که دغه هيواد په دې کي پاته راسي نو کميسيون کولای سي چي د کنټرول ميعاد وغځوي. په دې ترڅ کي د وزيرانو د شورا وړانديزونه هم مهم دي چي هغوی د شينګن د ننه د پولو د کنټرول په ترڅ کي څه ډول سپارښتنې لري.