1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه بايد د مهاجرو په برخه کي څه وکړي؟

۱۳۹۴ بهمن ۵, دوشنبه

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیران تر فشار لاندي دي. دوی په پام کې لري تر دوبي پوري هره میاشت سره راټول شي، څو د کډوالو د سیاست ستري ستونزي حل کړي. هغه پنځه ګامونه چې اروپايي ټولنه یې باید پورته کړي، دغه دي...

https://p.dw.com/p/1HjL6
انځور: Getty Images/AFP/V. Simicek

لومړی: د شینګین بار باید سپک شي

د اروپايي کمېسیون مشر ژان کلود یونکر تیر کال خبرداری ورکړی وو چې«شینګن له خطر سره مخ دی.» د ۲۰۱۵م کال له سپتمبر میاشتي راهیسي په ټولیزه توګه د شینګن اته هیوادونو د مهاجرو د لوی شمیر د مخنیوي په موخه په موقتي توګه د سرحدونو کنترول پيل کړ. شینګن د ډيرو اروپایانو له پاره د اروپايي اتحادېې د غړو هیوادونو د پیوستون یو سمبول دی او سربیره پر دې د اروپا د اقتصاد ماشین دی.

یونکر په دې وروستیو کې دې ته هم اشاره وکړه چې د سرحدونو بیرته کنترول به د ډيرو لګښتونو سبب هم وګرځي. خو د اروپايي ټولني پر خپل منځي سرحدونو د وضعې د ښه کولو او د شینګن د مقرراتو د بیرته پلي کولو له پاره اړینه ده چې اروپايي ټولنه هم د باندینو پولو د کنترول او هم د مهاجرو د ویش او پالني په برخه کې زیاته همکاري وکړي.

دوهم: دباندني سرحدونه باید ښه کنترول شي

د خپل منځي سرحدونو د بندولو پر ځای د اروپا دباندني سره باید زیات او موثر کنترول شي. مهاجر د هغه مخکې چې نورو اروپايي هیوادونه ته سفر وکړي باید ډیر ژر راجستر شي. تر څو میاشتو ځنډ وروسته د نوم لیکني مرکزونه فعال شوي دي خو ظرفیت یې دومره نه دی چې د هغو یو ميلیون مهاجرو له پاره چې په ۲۰۱۶م کال کې د راتګ انتظار کیږي، بسنه وکړي. نورو داسي مرکزونو او د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتني ادارې «فرونتکس» له پاره زیات پرسونل ته اړتیا ده.

دریم: د مهاجرو مساوي ویش

د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې لا د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو د ځینو غړیو هیوادونو د غوښتني خلاف د ۱۶۰۰۰۰ مهاجرو د مساوي تقسیم پریکړه کړې وه. خو تر اوسه له دغو مهاجرو څخه یوازي ۳۳۱ تنو د اروپايي ټولني په بیلا بیلو غړو هیوادونو کې نوی سرپناوې موندلي دي.

اروپايي ټولنه بايد ترسره شوې پریکړي عملي کړي. دا په دې معنا ده چې هغه هیوادونه چې تر اوسه د مهاجرو له منلو انکار کوي، باید خپل دریځونه بدل کړي. پر هغو هیوادونو چې همکارۍ ته چمتو نه دي، د فشار اچولو یوه لار د مثال په توګه دوی ته د مرستو د کمښت ګواښ هم کیدای شي.

څلورم: بشري حقونه باید وساتل شي

کارپوهان په دې نظر دي چې بشري حقونو هلته تر پښو لاندې کیږي چې مهاجر د پناه په لټه کې وي. داسې انځورونه لیدل شوي چې د اروپا پر دباندینو سرحدونو مهاجر ایسار پاته وي، پر سرحدونو اغزن سیمانو زخمي کړي وي او یا یې د مایوسۍ له لاسه خپلې خولې ګنډلي وي.

همدا زار پر سیاسي وړاندېزونو د مثال په توګه د ربړي کښتیو پر بې کاره کولو او یا له جنګ څخه د تښتېدلو مهاجرو بیرته ترکیې ته پر لیږدولو هم د بشري حقونو د ټولنو له خوا سختې نیوکې شوي. اروپايي ټولنه د مهاجرو له پاره د مناسبو سرپناو او د ټولني تر سرحدونو د باندې او دننه د کډوالو پالنه باید د مهاجرو د خپل سیاست برخه وګرځوي.

پنځم: چټګ ګامونه باید واخيستل شي

د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼي د محاسبې له مخې که په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو ویش په همدې سرعت روان وي نو دا به ۷۵۰ کاله دوام وکړي، څو ټول ۱۶۰۰۰۰ مهاجر پر غړو هیوادونو یو شان تقسیم شي.

نه یوازې له دې امله چټکو ګامونو ته اړتیا ده، بلکي دا حقیقت هم چې په اروپا کې د ښی اړخه ګوندونو او غورځنګونو پلویان هم مخ پر زیاتیدو دي، د کورنیو چارو وزیران دې ته اړ دي چې ژر تر ژره اقدام وکړي. د دوی ستره ستونزه د ټولو ۲۸غړو هیوادونو په شریک اقدام لاس پوري کولو ته چمتو کول دي.